کور / راپور / د امريکا سفير جان بس: طالبانو د افغان دولت سره خبرو ته جديت نه دی ښودلی

د امريکا سفير جان بس: طالبانو د افغان دولت سره خبرو ته جديت نه دی ښودلی

په افغانستان کي د امريکا سفير جان بس ويلي، چي طالبانو د افغان دولت سره  په مخامخ خبرو کي جديت نه دی ښکاره کړی.

نوموړي دا خبري د ازادۍ راډيو سره په ېوې مرکه کي کړي دي.

نوموړي ويلي، چي  په قطر کي د طالبانو سره د شپږم پړاو خبري تر ډېره پر دې را څرخېدلې، چي افغان خاوره به د نورو پرضد نه کارول کېږي او په دې برخه کي لږ پرمختګ سوی دی.

نوموړي ويلي: “له بده‌ مرغه موږ په نورو مواردو کي پرمختګ نه ‌دی کړی لکه دا چي د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو یا د اوربند په اړه د افغانانو غوښتنه. دې ته تر اوسه سترګي په لاره یو چي طالبان په جديت سره له افغان حکومت او افغان ټولني سره خبرو ته چمتو سي، څو هغه مسایل حل کړي چي يوازې افغانان‌ ئې په خپلو کي په اړه پرېکړه کولای سي.”

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي تېره اونۍ په کابل کي لويي جرګې پر طالبانو ږغ وکړ چي سوله وکړي او د عامو افغانانو په غوښتنه اوربند عملي کړي، خو طالبانو تر اوسه د اوربند او افغان دولت سره د مخامخ خبرو کولو څخه ډډه کړې ده.