کور / راپور / د ارزوګان ولسي وګړو پر طالبانو ږغ وکړ چي په روژه کي اوربند وکړي

د ارزوګان ولسي وګړو پر طالبانو ږغ وکړ چي په روژه کي اوربند وکړي

د اروزګان ولايت خلګو په يوه غونډه کي د طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چي اوربند وکړي او د روژې په مبارکه مياشت کي جګړه ونه کړي.

په دغه غونډه کي چي په زيات شمېر خلګو ونډه درلوده، پکي قومي مشران، سپين ږيري، مدني فعالان، ځوانان او مېرمني راغلي وې او پر طالبانو ئې ږغ وکړ چي په روژه کي دي اوربند وکړي.

په دغه غونډه کي د سولي مشورتي جرګې په هکله هم خلګو ته مالومات ورکړل سول.

افغان دولت هم د روژې په مياشت کي پر طالبانو د اوربند ږغ  کړی وو، چي د طالبانو له خوا رد سو.

طالبانو د اوربند په هکله وويل، چي په روژه کي د نورو مياشتو په پرتله جګړه ډېره ثواب لري، نو ځکه اوربند نه سي کولای.

دا پر داسي مهال ده، چي د روژې مياشتي په لومړيو ورځو کي د هيواد په بېلابېلو ښارونو کي د طالبانو له خوا ډله ايز بريدونه زيات سول او ګڼه مرګژوبله ئې رامنځ ته کړل، چي عام افغانان هم پکي قرباني سول.