کور / راپور / برتانيا: د ايران او امريکا ترمنځ جګړه پېښېدای سي

برتانيا: د ايران او امريکا ترمنځ جګړه پېښېدای سي

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير جرمي هانت خبرداری ورکړی دی، چي کېدای سي د ايران او امريکا ترمنځ يوه غير تصادفي جګړه پېښه سي.

نوموړي دا خبري په بروکسل کي د ايران په هکله د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډي وړاندي کړي دي.

نوموړي ويلي، “زه فکر کوم په‌ دې اړه رښتینې اندېښنه موجوده ده چي دا غیر عمدي وضعیت کېدای سي له هغه حالته هم چي موږ ئې وېره لرو، لا نور جدي سي.”

د امريکا او ايران ترمنځ وروستی تاوتريخوالی ددې لامل سوی، چي امريکا خپلي جنګي بېړۍ او پوځي الوتکي د ايران د احتمالي بريد په ځواب کي خليج ته استولي دي.

ددواړو هيوادونو ترمنځ هغه وخت اړيکي لا نوري  خړي پړي سوې چي امريکا پر ايران تازه د اوسپني، المونيم او نورو فلزي توکو بنديزونه ولګول.

ددغه بنديزونو په غبرګون کي د ايران ولسمشر حسن روحاني ګواښ وکړ، چي که پر هيواد ئې نور بنديزونه ادامه پيدا کړي، نو ايران به د اټومي  يورانيمو غني کولو ته مخه کړي.