کور / راپور / پر شملزو د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

پر شملزو د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

د زابل امنیتي مسؤلین وايي، د دغه ولایت پر شملزو ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو یوه لویه حمله يې پر شا تمبولې ده.

د زابل امنیه قوماندان سمونیار معراج الدین سادات لراوبر ته وویل، چې وسله والو طالبانو نن سهار څلور بجې په یوه ډله ییز برید کې د شملزو ولسوالۍ د مرکز د نیول کېدو لپاره جګړه پيل کړې وه چې د سهار تر ۸ بجو پوري يې دوام در لود.

نوموړي زیاته کړه چې د وسله والو دغه لویه حمله افغان ځواکونو پر شاتمبولې او ولسوالي له سقوط څخه ژغورل شوې ده. نوموړي په دغه نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل. په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند تورن محمد صادق عیسی لراوبر ته وویل چې سیمې ته سهار وختي هوايي ځواک رسیدلی او ګزمې يې پيل کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې د شملزو ولسوالۍ په جګړه کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي خو زیاته وي چې کره شمېره به يې وروسته په ډاګه کړي. شملزو د ډيورنډ کرښې ته نږدې د زابل سرحدي ولسوالي ده چې له کلات ښار څخه ۱۲۰ کلیو متر فاصله لري. یاده ولسوالۍ کې له تیر یوه کال راهیسې د دولت وسله والو مخالفینو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي ګمرک هم فعاله کړی چې د زابل د ولایتي شورا په وینا د دولت وسله والو مخالفین په لوړه کچه عواید ورڅخه تر لاسه کوي.

خپله وسله والو طالبانو د شملزو ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نه ده کړې .

 

 

صدیق الله پوپل