کور / د ډيورنډ کرښه / د زابل شملزو ولسوالي کي د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځي ترهګرو ترمنځ نښته رامنځ ته سوې د

د زابل شملزو ولسوالي کي د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځي ترهګرو ترمنځ نښته رامنځ ته سوې د

د زابل ولايت په شملزو ولسوالي کي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته سوې ده، چي پاکستاني لوري ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.

پېښه نن له غرمې وړاندي په شملزو ولسوالي کي هغه وخت رامنځ ته سوه، چي پاکستاني ځواکونو غوښتل پر ډيورنډ منحوسي کرښي اغزن تار تېر کړي.

د سيمي خلګ وايي، چي لومړی افغان ځواکونو د خبرو له لاري پاکستاني ځواکونه د اغزن تار له تېرولو څخه منع کړل، خو خبرو نتيجه ورنه کړه، هماغه وو چي د دواړو لوريو ترمنځ جګړه رامنځ ته سوه.

په دغه جګړه کي پاکستاني سرتېرو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده، خو د وژل سويو پوځيانو کره شمېره لا نه ده مالومه.

د زابل يو قومي مشر او د شملزو ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي اسماعيل لر او بر ته وويل، چي پاکستاني لوري د ډیورنډ کرښې ته نږدې د اغزن سیم د غځولو هڅه کول چي افغان سرحدي قواوو ئې مخه ونيول.

هغه وويل”پاکستاني نظامیان د ځنځیر سیمي ته چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه موقعیت لري، نږدې سوي وه او هڅه ئې کول چي اغزن سیم وغځوي سرحدي قواوو په پيل کي ورسره خبري کړي خو خبرو کومه نتیجه ورنه کړه او جګړه رامنځ ته سوه. اوس پاکستانی لوری د توپو حملې پيل کړي چي ګولی ئې د شملزو ولسوالۍ په اړوند کلیو کي لګیږي خو لايې هم د مرګ ژوبلي په اړه کره معلومات نسته”

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان هم  پېښه تاييدوي او وايي، چي د سیمې اوسېدونکو پر خپلو کورونو د پاکستاني سرتېرو د توپونو د لګېدو خبر ورکړی دی.

هغه وویل:”موږ له سیمه ییزو خلګو سره په اړیکه کي یو وضعیت د اندېښنې وړ دی اندېښنه داده چي د پاکستاني لوري په بریدونو کې زموږ عامو خلګو ته زیان رسیدلی خو وروستي معلومات ځکه نه سو اخیستلای چي دم ګړی هلته هیڅ اړیکه نه نیول کیږي.”

د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند محمد صادق عيس وايي، چي سيمي ته افغان ځواکونه رسېدلي دي او د هر ډول اقدام په مقابل کي ورته د سخت عکس العمل امر سوی دی.

دا پر داسي مهال ده چي په همدغه سيمه کي نن سهار وسلوالو طالبانو هم پر افغان ځواکونو بريدونه وکړل، خو د افغان ځواکونو له لوري پر شا وتمبول سوه.