کور / راپور / خيبر پښتونخوا کي يوه سړي خپله لور او مېرمن وژلي دي

خيبر پښتونخوا کي يوه سړي خپله لور او مېرمن وژلي دي

د خيبر پښتونخوا په شانګله سيمه کي تېره شپه يو سړي خپله لور او مېرمن په ډزو وژلي دي .

د شانګلې د سيمي اوسېدونکي وايي، چي دغه نفر خپله ۲۸ کلنه مېرمن رخسانه چي دده دوهمه ښځه وه او ۱۸ کلنه لور صديقه چي د دغه سړي د لومړۍ ښځي څخه وه په ډزو وژلي دي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا دوی دواړي د خپل يو همسايه سره د اړيکو لرلو په تور وژل سوي دي.

خيبر پښتونخوا يوه له هغه سيمو ده چي د غيرت په نوم په خپل سر وژني پکي کېږي  او ددغه ډول پېښو ډېری قربانیاني ښځي وي.

له دې وړاني هم ورته پېښي سوي دي، چي آن ځيني ښځي خو د سندغاړو په نامه هم وژل سوي دي.

د رسنیو او پوليسو د شمېرو ترمخه په روان کال کي د خېبر پښتونخوا په بېلا بيلو سيمو  ۱۴ښځي د غېرت په نوم او په کور کې د جنګ جګړو له امله وژل سوي دي چي هنرمندانې هم پکي شاملي دي.

مدني فعالان وايي، چي په سيمه کي د خلګو عامه پوهاوي ته زياته اړتيا لېدل کېږي، تر څو ددا ډول پېښو مخه ونيول سي.