کور / راپور / محمد عمر داوودزی په يوه رسمي سفر هند ته ورسید

محمد عمر داوودزی په يوه رسمي سفر هند ته ورسید

د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داووزی نن په رسمي سفر هند ته ورسید.
نوموړی به په دې سفر کې د هند له بهرنیو چارو وزیرې، د امنیت شورا له سلاکار او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې او په یادې پروسې کې د سیمه یزې اجماع د پراختیا په اړه جلا جلا کتنې او خبرې اترې وکړي.