کور / اقتصادي / پاکستانۍ کالداري په بېسارې توګه د ډالر پر وړاندي خپل ارزښت بايللی دی

پاکستانۍ کالداري په بېسارې توګه د ډالر پر وړاندي خپل ارزښت بايللی دی

د پاکستانۍ کالداري په مقابل کي ډالر نور هم لوړ سوی دی او کالداره د خپل تاريخ  ترټولو کښته کچي ته رسېدلې ده.

تېره ورځ د پاکستان په دولتي بانکونو کي د يوه ډالر بيه ۱۴۱ روپۍ وه، خو نن د پنجشنبې په ورځ يو ډالر په ۱۴۹ کلدارو پلورل کېږي.

دا پر داسي مهال ده چي پرون پاکستان حکومت د کلدارو د کنټرول په موخه يوه کمېټه جوړه کړه، خو د کمېټې د کار د شروع سره سم ډالر په ناڅاپي توګه تر ټولو لوړي کچي ته ورسېدی.