چارواکي: په غزني کي مو په لسګونو پاکستاني ترهګر وژلي دي
Aziz Rahman Hazim
تېره ورځ افغان چارواکو خبر ورکړ چي د غزني ولايت په بېلابېلو سيمو کي ئې د عملياتو پر مهال ګڼ شمېر طالب وسلوال وژلي دي ، چي په دوی کي ډېری ئې پاکستاني وګړي هم دي.
د غزني د والي وياند عارف نوري تېره ورځ وويل، چي د دغه ولايت په اندړو ولسوالي کي د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري چي بهرنی ملاتړ هم ورسره وو، د طالبانو پر هستوګنځايونو بريدونه وکړل، چي په ترڅ کي ئې ۴۲ طالبان ووژل او ۱۱ ئې ژوندي ونيول.
د ښاغلي نوري په وينا، په وژل سويو کي شاوخوا دېرش کسان پاکستانيان وه او همدارنګه په نيول سويو کسانو کي درې تنه پاکستاني شناخته کارډونه لري او د پاکستان اوسېدونکي دي.
د تیرې یکشنبې/اتوار په ماښام هم غزني ښار ته نږدې د سفنده په نوم یو کلي کي د طالبانو او افغان کومانډو یا ځانګړو ځواکونو ترمنځ جگړه وسوه چي له امله ئې، د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، ١١ افغان طالبان او څلور پاکستانيان ووژل سول.
په وژل سویو کي یو ئې ساجد خان او بل ئې اسدالله وزیر نومیده چي د پاکستان اوسېدونکي وه.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چي په کندهار، اروزګان، فراه، نيمروز، پکتيا، لوګر او لغمان ولايتونو کي ئې هم وسلوالو طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
بل خوا طالبان هم د خپل لوري افغان دولت ته د درانه ځاني تلفاتو ادعا کړې ده.
په افغانستان کي پر داسي مهال جګړې زور اخيستی، چي له يوې خوا روژه ده او له بلي خوا طالبانو د افغان دولت هغه وړانديز رد کړ،چي د روژې په مياشت کي بايد اوربند وکړي.