کور / اقتصادي / په کوټه کي ملي سوداګر د ګرانۍ او ناامنۍ پر وړاندي لاريون کوي

په کوټه کي ملي سوداګر د ګرانۍ او ناامنۍ پر وړاندي لاريون کوي

ټاکل سوې ده سبا د مي پر ۱۶ نېټه په کوټه کي د ګرانۍ او نا امنۍ پر ضد پراخ لاريون وسي.

دا لاريون چي د سوداګرو ملي ټولني جوړ کړی، پکي  عمده غوښتني د امنيت د سمېدلو او د خوراکي توکو د بيو راټېټېدل دي.

تېره ورځ  ملي سوداګرو او د اپوزيسون ګوندونو غړو وويل، چي مرکزي حکومت د پښتنو سيمو په حق کي په ښکاره درغلي کوي او ددغه سيمي لپاره ځانګړې سوې بوديجه په لوی لاس ضائع کېږي.

په کوټه او پښتني سيمو کي د پاکستاني رياست له لوري په ښکاره ناامني ته لمن وهل کېږي او د سيمي د خلګو د اقتصادي وضعيت د خرابولو لپاره باقاعده کاروايي کېږي.

ملي سوداګرو تېره ورځ وويل، چي ددوی په علاقه کي حکومت په لوی لاس د توکو بيي لوړي کړي دي او ترڅنګ ئې ناامني هم رامنځ ته کوي.

دوی وويل، چي د خپلو بنیادي حقوقو د غوښتني لپاره به سبا په کوټه کي لاريون وکړي او که حالات سم نه سول، نو خپل لاريونونه به نورو سيمو ته هم وغځوي.