کور / راپور / په خيبر پښتونخوا کي په دوهمه ورځ هم د ډاکټرانو احتجاج روان دی

په خيبر پښتونخوا کي په دوهمه ورځ هم د ډاکټرانو احتجاج روان دی

د پېښور په شمول د خيبر پښتونخوا په زياتره سيمو کي نن د دوهمي ورځي لپاره د ډاکټرانو کاربنديز جاري وو.

د خيبر پښتونخوا ډاکټرانو کمېټه وايي، چي په روغتونونو کي د ايمرجنسي وارډونو کي ډاکټران موجود دي، خو د هسپتالونو په نورو برخو کي د ډاکټرانو کارونه ولاړ دي.

د ډاکټرانو کمېټه وايي، ترڅو پوري چي د ډاکټر ضياء الدين د وهلو ټکولو په هکله راپور نه وي اخيستل سوی او دهغه لپاره عدالت انصاف نه وي ورکړی، تر هغو به کاربنديز روان وي.

ډاکټر ضياء الدين د صحت د صوبايي وزير هشام انعام الله د ساتونکو له لوري ووهل سو او د هغه سپکاوی وسو.

د ډاکټرانو اتحاديه وايي، ترڅو پوري چي په دې هکله انصاف نه وي سوی کاربنديز ته به دوام ورکړي.