کور / اقتصادي / مريم اورنګزيب:”څومره چي عمران خان درواغ وايي، په هغه اندازه ډالر مخ پر لوړه روان دی”.

مريم اورنګزيب:”څومره چي عمران خان درواغ وايي، په هغه اندازه ډالر مخ پر لوړه روان دی”.

د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند ويانده مريم اورنګزيب وايي، څومره چي عمران خان درواغ ويلي، په هماغه اندازه ډالر مخ پر لوړه روان دی.

اورنګزېب وايي، چي د هيواد لپاره د عمران خان پاليسي مطلق ناکامه ده او خان غواړي دا ملک په دروغو وچلوي.

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي نن پنجشنبه  پاکستانۍ روپۍ د ډالر  په مقابل کي د خپل تاريخ تر ټولو کښتي کچي ته ورسېدل او يو ډالر په ۱۴۸ کلدارو پلورل کېږي.

د پاکستانۍ کالداري په مقابل کي ډالر نور هم لوړ سوی دی او کالداره د خپل تاريخ  ترټولو کښته کچي ته رسېدلې ده.

تېره ورځ د پاکستان په دولتي بانکونو کي د يوه ډالر بيه ۱۴۱ روپۍ وه، خو نن د پنجشنبې په ورځ يو ډالر په ۱۴۹ کلدارو پلورل کېږي.

دا پر داسي مهال ده چي پرون پاکستان حکومت د کلدارو د کنټرول په موخه يوه کمېټه جوړه کړه، خو د کمېټې د کار د شروع سره سم ډالر په ناڅاپي توګه تر ټولو لوړي کچي ته ورسېدی.

پر داسي مهال ډالر د کلداري په وړاندي مخ پر لوړه ختلی چي د پیسو نړيوال صندوق پاکستان ته د پور ورکولو شرائط وړاندي کړي دي، خو د پاکستان پوځ د نړيوال صندوق سره د پور اخيستلو تړون له پارلمان او اولس څخه پټ ساتلی دی.