کور / راپور / په شمالي وزيرستان کي د استخباراتو په مټ هدفي وژني ډېري سوي دي

په شمالي وزيرستان کي د استخباراتو په مټ هدفي وژني ډېري سوي دي

تېره شپه د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کي د ځايي پوليسو يو افسر د نامالومه وسلوالو له لوري وژل سوی دی.

پېښه د شمالي وزيرستان په دايګان سيمه کي رامنځ ته سوې ده، چيري چي پاکستانی پوځ حاکم دی او له دوی پرته د بل چا سره وسله نسته.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي په دغه سيمه کي د خلګو څخه پوځ وسله ټوله کړې ده او هيڅوک نه سي کولای چي د پوځ د اجازې پرته وسلوال فعاليت وکړي.

په دې وروستيو کي په سيمه کي هدفي وژني ډېري سوي دي، چي د خلګو په وينا تر شا ئې استخبارات په بشپړ ډول لاس لري.