کور / راپور / پاکستان د يوې مېرمن او خاوند ژوندي سوځونکو مجرمينو ته برائت ورکړی دی

پاکستان د يوې مېرمن او خاوند ژوندي سوځونکو مجرمينو ته برائت ورکړی دی

د پاکستان ستري محکمې هغه دوه کسان سپين خېژولي دي، چي څو کاله وړاندي ئې يوه ښځه او خاوند په اور کي ژوندي سوځولي وه.

په اسلام اباد کي ستري محکمې دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چي د وژل سويو کسانو کورنۍ ددغه ډول پرېکړو سره لا له وړاندي مخالفت څرګند کړی دی.

د قربانيانو کورنۍ وايي، چي دا پرېکړه پر انصاف نه ده ولاړه او ددغي پرېکړي پر ضد به احتجاج کوي.

په ۲۰۱۴ کال کي خلګو د پنجاب په  رادها کشن کلي کي يوه عيسوۍ مېرمن او د هغې خاوند په اور کي ژوندي وسوځول.

پاکستان په نړۍ کي يو له ترټولو خطرناکو هيوادونو څخه دی، چي لږکي پکي د خپل ژوند په هکله اندېښمن دي.