کور / د ماشومانو نړۍ / په روژه کې د پنځم ټولګي پښتو کتاب!

په روژه کې د پنځم ټولګي پښتو کتاب!

د کتاب پلورنځي مخې ته سودا په لاس ولاړ وم. یو تنکی ځوان راغی او په فارسي ژبه یې راته وویل: “پلاستیک می گیری؟” خو پښتون و. زړه نا زړه وم چې وې پېرم ترې کنه.

پلاستیک یې راته خلاص ونیوو ما هم خپله سودا پکې واچوله او لس روپۍ مې ورکړې.

شونډې یې وچې او د بازار په ګَرد لړلې وې. ترې مې وپوښتل: “روژه یې؟” وې ویل: “هو”.

ما ورسره ټوکه وکړه چې روژه نه یې. نو سمدلاسه یې دېخوا اخوا وکتل او د پیرکیو (بولانیو) په کراچۍ سترګې ولګېدلې.

راته یې وویل که هغه پیرکی (بولاني) هم راته واخلي، زه یې نخورم ځکه روژه یم.

عمر یې د رژوې نېولو نه و.

ښایې کورنۍ یې په کور کې د خوراک او څښاک د نشتون له امله اړ کړی وي، چې روژه ونیسي.

هغه لس روپۍ یې په جیب کې واچولې، روان شو.

شا شا ته یې راکتل.

زړه نا زړه بیاځلې راغی او څنګ ته مې نېږدې ودرېد.

په ټیټ غږ یې راته وویل: “د پنځم ټولګي یو پښتو کتاب مې پکار دی، راته یې اخلې؟”

هم ودردېدلم او هم وویاړېدم، چې په دې غریبۍ او نادارۍ کې بیا هم د کتاب او لوست غم ورسره شته دی.

په ۶۰ افغانۍ مې ورته کتاب واخېست. داسې خوښ شو لکه له اختر چې پې وي.

پلاسټیکي کڅوړې یې تر څنګل ونېولې، د کتاب پاڼې یې اړولې او پرته له مننې کولو روان شو…

زاهد صدیقي

۲۴/۰۲/۱۳۹۸

کابل، افغانستان