کور / راپور / له امريکا شړل سوي پاکستانيان په جنسي او ترهګريزو پېښو کي ښکېل وه

له امريکا شړل سوي پاکستانيان په جنسي او ترهګريزو پېښو کي ښکېل وه

تېره ورځ د امريکا حکومت ۵۲ پاکستانيان له خپلي خاوري پاکستان ته وشړل.

پر دغه کسانو تور وو، چي د ټاکلي مودې څخه زيات په امريکا کي اوسېدلي دي او د امريکا ملي امنيت ته خطر پېښولای سي.

د راپورونو له مخي په شړل سويو پاکستانيانو کي ډېری داسي کسان دي چي په سياسي او جنايي جرمونو ککړ دي.

ويل کېږي په دغه کسانو کي ځيني د جنسي ځورونو، قتل، غلا غدۍ او نورو غير قانوني کړنو کي مجرم پېژندل سوي دي.

په شړل سويو کي يو هم پيرزاده عبدالحميد چشتي دی، چي په ۲۰۱۴ کال کي د ترهګرۍ په تور ونيول سو او امريکا ته وسپارل سو.

پر نوموړي تور دی، چي  د کولومبيا په نوم يوې غير قانوني وسلوالي ډلي ته ئې وسلې برابرولې او په ګڼو ترهګريزو پېښو کي ئې لاس درلود.

همداراز بل نفر عامر ګل خان هم داسي څوک دی چي د جنسي ځورونو تورنه ورباندي پوري سوي دي.

پر نوموړي تور دی، چي د ماشومانو سره ئې جنسي زورزياتی کړی دی.

ياد ۵۲ کسان تېره ورځ امريکا له خپلي خاوري وشړل او د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي په راتلونکي کي به دغه کسانو ته د امريکا وزې نه ورکوي

همداراز هغه حکومتي کسان هم د امريکا له وېزو څخه محروم سول، کومو چي ددغه کسانو ضمانت کړی دی.

پاکستان په نړۍ کي يو له هغه ترهګريزو فکرونو لرونکی هيواد دی، چي په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړ کوي.