کور / تازه خبرونه / ايتلافي ځواكونو په اورزګان اوفراه كې بمباري كړي

ايتلافي ځواكونو په اورزګان اوفراه كې بمباري كړي

د امريكا پوځونه وايي  د افغانستان په سوېل كې يې پر طالبانو هغه مهال هوايي بريد وكړ چې ددوى د ګزمې يو كاروان د طالبانو د بريد لاندې راغى .


دايتلافي ځواكونو يوه مطبوعاتي اعلاميه وايي چې په دې هوايي بريد كې يو شمير وسله وال طالبان وژل شوي دي .


اعلاميه وايي ددوى ځواكونه هغه مهال د ارزګان  په ولايت كې د سړك د غاړې د بمي بريد لاندې راغلل چې دافغان ځواكونو سره په يوې ګډې ګزمې بوخت و . پيښه د جمعې په ورځ شوې ده .


له دې پيښې وروسته نړيوالو ځواكونو هوايي بريد وكړ . اعلاميه وايي يو شمير نور طالبان په يو بل هوايي بريد كې په فراه كې وژل شوي دي . د طالبانو سر چينو ويلي دي چې د امريكا په مشرۍ د ټلوالې په دغو هيوايي بريدونو كې ډيرى ملكي خلك وژل شوي دي  او ددوى جنګياليو ته زيان نه دى اوښتى .


طالبانو سږ كال د جنوبي ولايتونو ډيره برخه د خپل كنټرول لاندې راوستلې ده  . دوى په حكومتي او ايتلافي ځواكونو خپل فشار ډير كړى دى .