کور / تازه خبرونه / کندهارکې دماين چاودنه کې زوم اوناوې ووژل سول

کندهارکې دماين چاودنه کې زوم اوناوې ووژل سول

نن سهارلس بجې  دسپين بولدک په لوي کاريزکې دسړک دغاړي په ماين چاودنه کې دناوي اوزوم په ګډون اتلس ١٨ تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده .


دوادوه کاسټرموټرله نورموټروسره په بدرګه کلي ته روان وچې دپېښي ښکارسوو.


دسپين بولدک دسرحدي لېوقومندان  جنرال عبدالرزاق لراوبرته وويل  چې دماين چاودنې دزوم او ناوې په ګډون ١٣تنه وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي .


په وژل سويوکسانوکې اوه ښځي څلورکوچنيان اونورنارينه شامل دي .
زياتره وژل سوي ميرمني دزوم خوندي دي .


دجنرال رازق په خبره چې په سيمه کې دسړک جوړوني کارروان دي اودغه ماين دسړک دکارددرولولپاره   ځاى پر ځاى شوى  و.


دنوموړي په خبره چې تردې وړاندي هم ددولت وسله مخالفينودسړک پرغاړه ورته ماينونه ځاي پرځاي کړي چې په هغوي کې هم ولسي وګړي قربانيان سوي .


تراوسه لادپېښي مسئوليت چاپه غاړه ندې اخېستي .


پېښي په بې ساري ډول په کندهاراوسپين بولدکې خفګان رامنځ ته کړي ،ددغه خبرپه اورېدلوسره په کندهاراوسپين بولدک کې ډير کسان قهريدلي اوله دولت څخه غوښتنه کوي چې دپېښي  کلکه پلټنه دي وکړي .
په سپين بولدک  چې موکله له خلګوسره خبري کولي نودزياتروکسانوترسترګوپه بې واکه ډول اوښکې توېدلې .