کور / اقتصادي / پاکستان د ۱۰۰ مليونه ډالرو مصرف سره سره د کراچي سمندر کي د تيلو ذخيره ونه موندل

پاکستان د ۱۰۰ مليونه ډالرو مصرف سره سره د کراچي سمندر کي د تيلو ذخيره ونه موندل

د ډېرو هلو ځلو او کوښښونو سره سره پاکستان ته په کراچي کي د تيلو او ګيسو ذخېري په لاس نه دي ورغلي.

څلور مياشتي وړاندي د کراچي څخه ۲۸۰ کيلو متره ليري په سمندر کي د کيکړا –ون په نوم ځای کي د تيلو او ګيسو په لټون پسي کېندني شروع سوي وې، خو اوس دا کيندني درېدلي دي.

چارواکو ويلي، کيندني ئې ځکه درولي چي د تيلو او ګيسو د موندلو کو څرک نه مالومېږي.

پر دغه کيندنو چي له سمندر څخه ۵۰۰۰ متره کښته عمليات سوي شاوخوا سل مليونه ډالر ولګول سوه، خو نتيجه ئې منفي راووتل.

دا پر داسي مهال ده چي تېره ورځ عمران خان ويلي وه، چي دوی ته په سمندر کي د تيلو او ګيسو منابع په لاس ورځي او ډېر ژر به دا زيری ولس ته ورکړي.

پاکستان ګيس او تېل د پښتنو او بلوڅانو له سيمو پنجاب ته وړي او د همدغه سيمو خلګ خپله ورڅخه بې برخي دي.