کور / #PTM / اتمانخېل: خفيه ادارې غړو راته ويل، د ارمان لوڼي د قضيې څخه لاس واخله، کنې وبه دي ولو

اتمانخېل: خفيه ادارې غړو راته ويل، د ارمان لوڼي د قضيې څخه لاس واخله، کنې وبه دي ولو

د پښتون ژغورني غورځنګ د لورلايي څانګي مخکښ او د ارمان لوڼي د شهادت ګواه عبدالقيوم اتمانخېل وايي، چي د پاکستان استخباراتي ادارو دی شکنجه کړي، ربړولی او ورته ئې ګواښ کړی دی ، چي په ټوپک به دي وولو.

هغه وویل د پاکستان ریاستي ادارو ورباندې تشدد کړی دی او ورته یې گواښ کړی دی چي د ارمان لوڼي د قضیې څخه لاس په سر سه ، کنې  ژوند به وبایلې.

ښاغلي اتمانخېل وايي، هغوی ماته وويل: “که کرار نه سوې نو په جي تري ټوپک به دي وولو” .

نوموړي دا خبري په روغتون کي وروسته له هغه وکړې، چي تېره ورځ د خفيه ادارې کسانو د نوموړي د کور سره ورباندي بريد وکړ او و وروسته ئې د ځان سره چاوڼۍ ته بوتلی.

نوموړی وايي، چي استخباراتو په چاوڼۍ کي دوه ساعته ورباندي تشدد وکړ او ده ته ئې ګواښونه کول.

هغه وویل چې چا پورته کړی وو هغوی ورسره په اردو ژبه  خبرې کولې خو په خپلو کې ئې پنجابي ژبه ویله.

د اتمانخیل په وينا، د خفیه ادارو غړیو ورته ویلي منظور پښتين د اسرایل او هندوستان ایجنټ دی، او پوښتنه ئې ترې کړې چي دا چنده ورله د کومه راځي؟

نوموړي زياته کړه، خفيه ادارې غړو راته وويل، چي د لورلايي خلګ به هم د وزيرستان د خلګو په څېر د ستونزو سره مخ کړو؟

په دې وروستيو کي د پاکستان پوځ هم تورونه لګولي، چي پي ټي ايم ته له هند او افغانستان څخه پيسې راځي.

خو پي ټي ايم په وارو وارو دا تورونه ئې رد کړي او ويلي ئې دي، چي که پر دوی د بهر د استخباراتو يا پيسو د ورکړي ثبوت وړاندي سي دوی هر ډول سزا ته تيار دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سینیټر عثمان کاکړ په روغتون کي د اتمانخیل سره د لیدلو ورستو مطبوعاتو ته وویل چي پر وحشت ، جبر او بربریت دوی د قومي خبرې  څخه نه سي اړ ولای.

هغه وویل:پښتانه که څوک مطمین کولای سي نو په حقونو ورکولو ئې کولای سي په زور ئې نه سي کولای.

ښاغلي کاکړ وويل، چي پښتانه به تر هغو لګیا وي تر څو ئې خپل حقوق ترلاسه کړي نه وي.