کور / سياسي / د افغان تاريخ يو بل تياره کونج

د افغان تاريخ يو بل تياره کونج

سردارولي پښتون زوی

#پيلوټ_محمدعمر لومړی افغان وو چي امان الله خان په ځانګړي ډول د پيلوټۍ د روزني د پاره روسيې ته ولېږه، ده به ځان تر مرګه د امان الله خان د احسان پوره وړی باله، خو کله چي نوموړی فارغ سو، شاه امان الله له کابله وتلی وو اوسقاوي واکمنه وه.
کله چي عمر له روسيې راغلی، پر خپل مخ ټولي دروازې ئې ځکه بندي وليدې چي له عمر له اهل تشيع افغانانو څخه وو.
دا چي سقاوي کي ددې کار اهل څوک نه وو نو د سقاو د زوی ملګري او جنګ وزير [#سيد_حسين] عمر څو وخت وروسته د ځان ځانګړی پيلوټ وټاکه او خپلو عسکرو ته ئې امر وکړ چي عمر ونه ځوروي.
يو وخت چي د سقاو زوی ځني وغوښتل چي د امان الله خان د وردګو د #عبدالاحد_مايار پر پلټن دي بمبار وکړي خو عمر ځان نه تياراوه، درېم ځل امر وسو چي د وردګو کلا دي د عمر د لوري حتماً بمبار سي!
کله چي عمر وليدل چي د امان الله خان له لوري د غره لمن کي يوه سپينه شفري ټوټه د خطر د نښان په توګه بنده کړې ده(!).
هغه [امان الله خان] په دې اند وو چي افغاني هوابازان چي ټول ئې دده باوري خلګ وه، دومره بې عاطفې نسي کېدای چي پر ما بمونه وغورځوي. عمر د بمونو فيوزونه ښه وپېچل چي په اسانه چاودنه ونه کړي، وروسته ئې بمونه په يوه ليري ځای کي وغورځول او چاته ئې زيان ونه رساوه.

يو وخت چي عمر ته #مير_هاشم_خان [د امان الله خان د ماليې وزير] د پټو پېغامونو په وسيله وويل چي ستا ډوډۍ مي کړې ده، کله چي مير هاشم د ډوډۍ په دوران کي عمر ته وويل: “که يوه الوتکه کندهار ته بوزې نو دا د سرو زرو سکې به ټولي ستا سي؟”.
عمر د زرو نوري سيکې رد کړي او يوه سيکه ئې ځکه مچ کړه چي د امان الله خان نښان پکښي وو.
کله چي په ورستي ځل عمر ته امر وسو چي پکتيا کي د #نادرخان پر کمپ د پروپاګند پاڼي وشيندي، عمر په الوتکه کي له ځان سره [سيد محمد] هم ملګري کړ چي له ده سره په ډېرو ماموريتونو کي مل وو او هم ئې موافقه وکړه چي کندهار ته ورسره ملګری سي تر څو الوتکه شاه امان الله ته چي په کندهار کي وو؛ ورسوي.
هغه [عمر] چي لومړی د ختيځ پر خوا الوتنه پيل کړه خپل خطالسير ئې د جنوب خوا ته کوږ کړ، که څه هم په ټانکۍ کي تيل لږ وه او تر #کندهاره رسېده نه په کېده؛ خو عمر ډېره زياته ارتفاع ونیوله او دې کار دومره ګټه وکړه چي کرار-کرار د ارتفاع په کموالي کندهار ته نږدې سو او د کندهار هوايي ډګر ته په داسي حال کي ورسېد چي هلته د يوې اوږدې مودې راهيسي انتظار کېدئ. له عمر څخه نه يوازي د الوتکي په خاطر بلکي د احوال په خاطر دروند هر کلی وسو چي له ځان سره ئې راوړی وو، دې وخت کي د کندهار هوايي ډګر د کندهار ښار په ختيځ کي د اوسنۍ کابل اډې پر ځای وو.
وروسته له دې پيښي ځيني پېغامونه چي د سقاو زوی غوښتل د هوا د لاري ئې پر خلګو وويشي، د کابل پيلوټانو نه غوښتل الوتکي جګي کړي، څو د پروپاګند پاڼي وويشي، خو د هغوی [پيلوټانو]کورنۍ د يرغملو په توګه هوايي ډګر ته يوړل سوې او پيلوټانو هر څه ته جبري تيار سوه.
له کندهاره د شاه امان الله ناڅاپه تللو وروسته عمر ايران ته ولاړ او دا افغان اتل بيا تر ننه چا ونه ليد!.
معلومه شوه چې زه هم د تیر شوي وخت حصه یم
چې اورمه په مینه افسانې زړې زړې
مصطفی سالک
سرچينې: اور افغانستان کي، افغانستان در مسير تاريخ او زما يادښتونه
ـــــــــــــــــ
عکس: عمر په کندهار کي له افغاني الوتکي سره چي پر لاندي وزرونو ئې [الله اکبر] ځکه ورته ليکل سوی چي عام خلګ د انګرېزي الوتګو ګومان پر ونه وکړي.