کور / راپور / ټرمپ: جګړه به د ايران دولت په بشپړ ډول له منځه يوسي

ټرمپ: جګړه به د ايران دولت په بشپړ ډول له منځه يوسي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل تازه ټويټ کي ايران ته ګواښ کړی دی، چي جګړه به د ايران د تباهۍ په مانا وي.

نوموړي په خپل وروستي ټويټ کي ويلي، چي ايران دي امريکا ته ګواښ نه کوي، که جګړه ونښتل دا به د ايران د بشپړ له منځه تللو په مانا وي .

ټرمپ په خپل ټويټ کي ويلي: ”که ایران جګړه وغواړي، نو دا به یې د رسمي تباهۍ په مانا وي. بیا امریکا ته ګواښ ونه کړئ.”

د نوموړي دا ګواښ د ده د تېري اوونۍ  د هغه څرګندونو سره په ټکر کي دي، چي ويلي ئې وو، امريکا او د ايران ترمنځ جګړه ليري احتمال دی.

دا پر داسي مهال ده، چي تېره اونۍ د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم د امريکا او ايران ترمنځ جګړه ليري بللې وه، خو دا ئې هم ويلي وه، چي په نړۍ کي داسي دولت نسته چي د ايران مخ ته دي ودرېږي.

د امريکا او ايران ترمنځ اړيکي هغه وخت لا ترېنګلي سوې، چي ډونلډ ټرمپ د ايران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه ووتی.

ايران ګواښ کړی دی، چي که پر دوی بيا بنديزونه ولګول سي، نو دوی به هم د اټومي يورانيمو د غني کولو لپاره لاس په کار سي.

امريکا تېره اونۍ خليج ته بي ۵۲ ډوله بم غورځونکې الوتکه او جنګي بېړۍ لېږلي دي.