کور / راپور / په پارلمان کي د رئيس پر سر ستونزه نن دريمه ورځ هم بې حله پاتي ده

په پارلمان کي د رئيس پر سر ستونزه نن دريمه ورځ هم بې حله پاتي ده

په ولسي جرګه کي د رئيس پر سر راټوکېدلې لانجه نن په دريمه ورځ هماغسي بې پايلي پاتي ده.

کمال ناصر اصولي د خوست ولايت د خلګو استازی او مير رحمان رحماني د پروان ولايت استازی د ولسي جرګې رياست ته نوماندان وه.

دوې ورځي وړاندي دواړه نوماندان په دې بريالي نه سوه، چي ټاکل سوي رايي وګټي او د رئيس په توګه دنده پيل کړي.

خو رحماني د ۱۲۳ رايو په ترلاسه کولو سره د ډېرو رايو لاسته راوړونکی وبلل سو او د جرګې د موقت مشر لخوا د رئيس په توګه وګومارل سو، خو د ډېرو استازو له خوا نوموړی دې ته نه پرېښودل سو، چي د رئيس پر څوکۍ کښېني، ځکه د رياست لپاره ټاکل سوي رايي ئې په لاس نه وې راوړي.

تېره ورځ ښځينه وکيلانو رحماني دې ته نه پرېښود چي د رياست پر څوکۍ کښېني، چي وروسته په پارلمان کي ګډوډي رامنځ ته سوه او د پنجشېر ولايت يوه استازي د چاقو په راکښلو سره په پارلمان کي منډي وهلې او د يو شخص د وهلو هڅه ئې کول، چي د امنيتي کسانو له لوري مهار کړل سو.

د يادی ستونزي د له منځه وړلو لپاره يو کمېسون وټاکل سو، چي تراوسه د ستونزي په حل کي پاتي راغلی دی.

د کمېسون يو غړی عبدالقيوم سجادي وايي، د بحث موضوع په دې کي ده چي ايا د کارول سويو رايو فيصدي ته اعتبار دی او که په پارلمان کي د حاضرو استازو نصاب ته !

د نوموړي په وينا کمېسون هڅه کوي چي دا موضوع ژر تر ژره حل کړي.