کور / اقتصادي / افغانستان د ايراني ارين بانک جواز لغوه کړ

افغانستان د ايراني ارين بانک جواز لغوه کړ

د افغانستان مرکزي بانک په دغه هیواد کې د یواځني ایراني بانک چي په ۲۰۰۴ کال کي ئي خپل فعالیت پيل کړی وو، جواز لغوه کړی دی.

افغان چارواکي وايي ارین بانک د مرکزي بانک قوانین نه مراعتول چي پر بنسټ یې د فعالیت جواز ترې اخېستل سوی دی.

ايران دا مهال د نړيوالو اقتصادي بنديزونو سره مخ دی، چي له مخي ئې د تېلو د صادراتو ترڅنګ په بانکي سيسټمونو کي هم د پير او پلور څخه منع سوی دی.