کور / راپور / طالبانو په ميدان ورګ ولايت کي د کابل – کندهار لويه لار تړلې ده

طالبانو په ميدان ورګ ولايت کي د کابل – کندهار لويه لار تړلې ده

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د نن دوشنبې د سهار له پنځو بجو راپدېخوا د کابل ـ کندهار لار د سید اباد ولسوالۍ په سالار سیمه کي د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

یاد چارواکي وايي، چي د لارې بندېدو له امله سلګونه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر په سیمه کي بند پاتې دي.

د سید اباد ولسوال حاجي امیر محمد ملکزي وايي:”طالبانو د سید اباد ولسوالۍ په سالار سیمه کي لار د ټرافیکو پرمخ تړلې ده، له ۳۰۰ څخه بیا ۴۰۰ پوري موټر بند پاتې دي.”

نوموړي زیاته کړه چي اوس مهال په سیمه کي جګړه جریان لري او طالبان هېڅ موټر ته د چيرېدو اجازه نه ورکوي.

د ترانسپورټي شرکتونو مسؤلین هم وايي، د لارې بندېدو له امله په سیمه کي ۴زره مسافر بند پاتې دي.

د احمد شاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت یوه نماینده حاجي غلام محمد وايي:” تر اوسه د لارې د خلاصېدو لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی”.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کابل ـ کندهار لار د افغانستان له لویو لارو څخه ګڼل کيږي چي د دغه هېواد جنوب له شمال او ختیځ سره نښلوي.