کور / سياسي / د کانديدانو شورا حکومت ته اخطار ورکړ

د کانديدانو شورا حکومت ته اخطار ورکړ

محمديار يار
د کاندیدانو شورا نن وویل چې د جوزا تر اولې وروسته به د حکومت دوام ته اجازه ور نکړي، خو دا یې و نه ویل چې د کوم قانوني و حقوقي اصل له مخې؟ لږ تر لږه خو دې د اساسي یاهم کوم فرعي قانون، کومه یوه داسې ماده راوړي چې آن د دوی دغه غوښتنې ته یې اشاره غوندې هم کړې وي او دغه اشاره دې بیا دوی په خيله خوښه تفسیر کړي.
یاره د دومره سیاسي جهل هیله مې بیخې نه لرله چې په اصطلاح د هغو مطرحو کاندیدانو یوه لویه ډله دې دومره بې پرنسیپه، قانون ضد او له حقوقي اصولو ناخبره وږغیږي چې د افغانستان د سرنوشت د کنټرول دعوې هم وهي!
دوی له ملته په کوم منطق او کوم مخ د رایې غوښتنه کولای شي چې په دا پیل کې لا دومره قانون ضد چلنجونه ور کوي؟
دوی که له قانونه ناخبر دي هم جرم بلل کیږي چې داسې څرګندونې کوي ځکه له قانونه ناخبرې عذر نه ګڼل کیږي او که په قانون خبر دي خو بیا یې هم پر خلاف دریږي نو دلته بیا بیخې په ملي خیانت تورنېدای شي؛ دوی په دغو دواړو صورتو کې د ولسمشرۍ اهل نه شي ګڼل کېدای.
ممکن دوی ته هم د اشرف غني په وجود کې خپله کیسه مفته ښکاري چې داسې خجالت خېز لجاجت ته یې سترګې سپینې کړي دي.
دا کاندیدان باید په دې پوه شي، دوی چې څومره زور وهي نو هغومره لکه د سریښو په ډنډ کې پسې ډوبیږي.
دوی د بحران ګواښونه کوي خو حیران به شې چې دا لا څنګه سادګان دي چې خپله د بحران د خلق اعلان کوي او بیا توقع هم لري چې خلک به د دوی په خپله خوله اعلان کړي مردارې پر حکومت تاوانوي(!؟)
په دې نو ممکن دوی هم نه وي پوه چې ولس عجیب انصافدار قاضي دی او دوی یې اوس لا په خپل ذهن کې د متهمینو پنجرې ته ور ټېل وهلي دي.