عجیبه سرګرداني
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: فدامحمد باران
ژوند که سراسر ظلم بلل تاسو ظلم بولئ، تر ټولو لوی ظلم خو یې باید دا وبلل شي، چې حتی د ځان مفهوم او مانا نه در څرګندوي. هلته دې مجبور کړي، چې باید تر پایه یې ومنې او وزغمې او هلته دې له مجبوریته سوء استفاده کوي. او د رحم او کرم په مانا خو هډو څه پیژني نه.
که سل زړونه یو کړې او د مخهښې تابیا یې ونیسې، نامردي ده. د سلو او زرو د خولې خلاصون که ځان ته هر څومره عادي او بې مانا کړې، وجدان به دې درته په برندو ګوري او حتا په دې سوچ کولو درته پیغورونه درکوي.
نور به یې هر څه زغمل شوي وای، کاش ځان یې خو را پیژندلای. د ملګرتیا حد یې ګوره، چې مجهول پاتې دی، د پریکون پر وخت چې ضرور پیښیدونکی دی، ور سره د تل لپاره اړیکه شلیږي؟ که بیا پیوست مومي؟ که یې مومي په کوم شکل؟ عیناً همداسې؟ که متافاوت؟ تر دې ښه که لا بد؟ که ښه، د دې راکړل شوې سزا علت؟ که بد، ولې مسلسل غذاب؟ حال دا چې د توشیح شوي قانون په لومړنیو مادو کې ښیګڼې او بدګڼې زموږ لخوا بلل شوي نه دي؛ د جبر او ختیار باکواس یې په تاخچه کې خوندي ښه. ځه، تر دې هم وروسته بیا څه کېږي؟ او ولې کېږي؟ احیاناً که هلته د چا په بغاوت پام شي او دا هر څه د خپلې طبعي برابر خلاف ور مالومیږي، بیا؟
د همدغه وقفې یا له ژوند سره د بیا ځلې مخامیدا پُل او یا هم د هغه بلې ډلې په باور د تل لپاره د اړیکې شلیدلو د خوند حسولو او تجربه کولو په اړه سوچ خو یې پر ځای ایښي ښه دي.
دا دې پوښتنې په ځواب پسې سرګردانې یې بیا بله عجیبه، چې د بل دپاره ځور اوس د ده ډالۍ ده که نه ده؟
دا زین شوی اس به تاسو ته هسې عجیبه نه ښکاري، چې په متروکې وهلو تېزیږي نه، د قیضې په کشولو ودریږي نه او په تاوولو یې تاویږي نه. څه یې چې خوښه ده، هماغسې کوي.
یو څه دې چې له زره چاودۍ بچوي، د طبیعیت بې حسابه کرمونه او مهربانۍ دي، مثلاً د دومره ډېرو څه لورینو یې یوازې د دې ښګیڼې یادونه بس نه ده، چې ښه ملګري یې درکړي؟
که د څو شیبو لپاره سترګې پټې شي او اوږده ساه واخیستل شي، بیا په دې سوچ وشي، چې په دې لوړ ژور ځنګله، د ژوند او طبیعیت د اړیکې مالومولو پسې په منډه مخلوقاتو کې، د خدای خوشبخت هغه نه دي، چې د دې فکر برعکس د ژوند په کرم او د طبیعت په غذاب غږیږي؟ او یا هغه په نرمه پوهیدونکي چې په دې اړه سوچ کول لا د ځغاستې په وړاندې خنډ بولي او د موشم ماتونکي په لقب یې نازوي؟ جالبه یې دا چې دوی بیا هم له ځور، اضطراب او غم بچ پاتي نه دي.
دوی ته چې د سبا په امید یې د نن ستونزې ورته داسې تصویر کړي، چې له زړه چاودون یې بچوي او په یوه بېمزې خوند یې پرې زغمي.
ننداره ده یاره، لومړۍ ډلې ته یې د دویمې او دویمې ته یې د لومړۍ هغې ستونزه تر خپلې ستونزې اسانه او عادي ښکاري.
واه، په دې منځ منځ کې حد دا، چې په دومره لویو کایناتو کې د ژوندیو موجداتو له طبقو د انسان له کتاره د هغو ښو په اړه سوچ او فکر ته ګوره، چې د خدای په دې لویه دښته تر ځان معتبرو ته ځوریږي. حد دی حد!
همدا هم د طبیعیت مهرباني نه ده؟
بله یې ګوره! داسې نه ده چې بس دا هر څه بلکل همداسې دي او سم دي. د هر چا خپل فکر او خپل نظر، خو دا چې ډېرو ته په کې خپل هغه تر نورو سم ښکاري.
شکونه دي، پوښتنې دي او همدې پوښتنو ته د سم ځواب لټه ده.
عجیبه سرګردانې ده او سرګردانې زموږ په پیژندل شویو معیارونه ښه نه بلل. د ښه او بد په اړه بله سرګرداني یې دا چې تر اوسه یې معیاري او ټولمنلی پیژاند نشته، تفکیک یې دومره وړه خبره شوه؟
د ژوند همدا ناځواني هم د یادولو نه ده، چې د همدومره کمو پوښتنو ته تر ځواب موندلو دې هم نه رسوي او په نیمه لار در سره اړیکه غوڅوي؟
اوس یې نو د مانا او مفهوم په موندلو پسې مه سرګردانېږه کنه، دومره اسانه خو هم نه ده.