کور / رسنۍ / د نيچريه رسالې لومړۍ پښتو ژباړه

د نيچريه رسالې لومړۍ پښتو ژباړه

ليکنه: مطيع الله روهيال

            د روان ١٣٩٨ش کال د حمل په مياشت کي د افغان سيد جمال الدين په باب په کابل کي نړۍوال سيمينار جوړ سو. دې سيمينار ته پر افغاني پوهانو سربېره له مصر، ترکيې، هندوستان او پاکستان څخه سيد پېژندونکي او د سيد علاقمندان رابلل سوي ول. د سيمينار عنوان (د آزادۍ او تجدد علمبردار علامه سيد جمال الدين افغان) وو.

            د سيمينار په مناسبت د سيد بېلابېل آثار چاپ سول. په چاپ آثارو کي د سيد (نيچريه) نومې رساله هم شامله ده چي سيد د دکن  حيدرآباد د ديني مدرسې د يوه ښوونکي مولانا محمدواصل د يوې پوښتني په جواب کي ليکلې ده. د دې رسالې اصلي عنوان (حقيقت مذهب نيچرى و بيان حال نيچريان) دئ. د رسالې ژبه فارسي ده او موضوع ئې د هغو کسانو عقايدو ته عقلي او منطقي دلايل ويل دي کوم چي د کائناتو له پاره د يوه مطلق خالق پر وجود عقيده نه لري او دا ټول مخلوقات تصادف او خپله سره يو ځاى سوي ګڼي.

            سيد دا رساله د ١٢٩٨ق په محرم = ١٨٨٠ دسمبر کي ليکلې ده. رساله تر ليکني څو ورځي وروسته په حيدرآباد دکن کي د سيد جمال الدين افغان تر نظر لاندي چاپ سوه. دوهم چاپ ئې په ١٨٨١م يا ١٢٩٨ق د حاج محمدحسن تاجر کازروني په همت په بمبئي کي وسو. دوه کاله وروسته ئې دريم چاپ د يوه اېراني عالم فخر الحاج والعمار الشيخ عبدالوهاب شېرازي په همت په ١٣٠٠ق په هماغه بمبئي کي وسو (فاضل: ٣مخ). تر دې چاپ وروسته ئې خورا زيات نور چاپونه سوي دي. په اردو او عربي هم ترجمه سوې او په بېلابېلو وختو کي په بېلابېلو هيوادو کي چاپ سوېده. عربي ترجمه ئې د سيد جمال الدين افغان شاګرد شيخ محمدعبده کړېده.

            د سيد په تازه چاپ سوو کتابونو کي د (نيچريه) رسالې د بيا چاپ زيار تکړه محقق استاد فضل الرحمن فاضل ته حاصل دئ. فاضل صاحب د نيچريه رسالې د (١٣٠٠ق) کال سنګي چاپ عکس او ورسره ئې کمپيوټري ټايپ سوى متن رايوځاى کړى دئ، په سر کي ئې د رسالې د محتوى او چاپونو په اړه غنيمت سريزه ليکلې ده او د دې سريزي تر څنګ ئې د رسالې په اړه د ارواښاد مير سعيد بريمن فارسي مقدمه چي د هغه مرحوم په خپل قلم ليکل سوې ده ورسره يو ځاى کړې ده.

            استاد فاضل د خپلي مقدمې په شپږم مخ کي داسي ليکي[1]: “ترجمه نيچريه به زبان پشتو، براى نخستين بار توسط آقاى مير سعيد بريمن صورت ګرفت و در سال ١٣٤٤هجرى شمسى يعنى هشتاد و چهار سال بعد از چاپ نخست متن فارسى آن در هندوستان و چهل و يک سال بعد از ايران، در کابل نشر يافت”.

            د “ترجمه نيچريه به زبان پشتو، براى نسختين بار” عبارت ته ئې په لمن ليک کي داسي ليکلي دي: “افزون بر آقاى بريمن، شادروان مولوى محمديونس خالص نيز نيچريه را به زبان پشتو ترجمه کرده است که اينجانب براى دومين بار در ٩ مارچ ٢٠١٧م آنرا در قاهره به چاپ رساندم”.

            د استاد فاضل لومړي اقتباس او پر هغه لمن ليک زه مجبور کړم چي د نيچريه رسالې د پښتو ژباړو په اړه حاضره ليکنه وکاندم. څو معلومه کړم چي د نيچريه لومړى ژباړونکى څوک او کله ترجمه سوې ده.

            د نيچريه رسالې لومړى ژباړن ارواښاد کانديد اکاډميسين محمدانور نوميالى (١٣٨٥ش مړ) دئ. استاد د خپل ژوند په شپږويشت کلني کي د دغي مهمي رسالې پر ترجمه بريالى سوى دئ. استاد نوميالي د سيد جمال الدين افغان نيچريه رساله د هغې له عربي ترجمې څخه چي د سيد د شاګرد محمدعبده له خوا سوې، تر سره کړېده، په دې اړه د استاد خپل قول داسي دئ: “دا رساله (لكه څنګه چي مو دمخه وويل) واردواره په پارسي ژبه ليكلې سوې ده، څو زمانه وروسته بيا شيخ محمد عبده د ښاغلي سيد جمال الدين پوه شاګرد و عربي ژبي ته را اړولې ده. بله خبره دا ده چي په دې رساله كي د ادبي تركيباتو زيات مراعات سوى دئ او موږ ئې په پښتو ترجمه كي عيناً هغه تركيبات راګرزولي دي، ځكه دا نه غواړو چي و دې مهم اثر ته دي زموږ د تصرف په واسطه ځيني نقايص راجع سي او خپل اصلي ماهيت دي بايلي، نو كه د لوستلو په وخت كي د هغسي جملو سره مخامخ سئ چي د پښتو په عمومي محاوره كي رواج و نه لري ښايي د پورتني عذر په لحاظ مو معاف كړئ.

            و دې رسالې ته د خپلي اصلي موضوع په مناسبت د (ابطال طريقه طبعيين) نوم ايښوول سوى دئ نو ځكه د رسالې د ترجمې سره سم د همدغه نوم كلمې د پښتو تركيب پر اصولو رااړوو او په دې نامه ئې (د طبعيينو د طريقې ابطال) مسمى كوو- نوميالى” (طلوع افغان: ١٣٣٢ش، ٣٢ ګڼه).

            دا رساله ئې په حمل، ١٣٣٢ش = شعبان، ١٣٧٢ق = اپريل، ١٩٥٣ع کال د طلوع افغان په يوويشتو ګڼو کي خپره کړېده. لومړۍ برخه ئې د طلوع افغان د ١٣٣٢ش کال له ٣٢ ګڼې څخه پيل او وروستۍ برخه ئې د دغه کال په ٥٢ ګڼه کي خپره سوېده. د لومړۍ برخي په پيل کي ئې خپله ترجمه داسي اهداء کړېده: “د دې رسالې اهداء! څنګه چي زه پوهېږم زموږ د پوهو ذواتو و دې خوا ته ډېر ميل دئ چي د اسلامي دين اجتماعي ګټي د قوي دلايلو له مخي ورته ثابتي سي او بل دا چي د پښتون سيد جمال الدين له لوړو افكارو او عالي عقايدو څخه مستفيض سي، نو ځكه د دې رسالې ترجمه چي دغه دواړه مقصدونه پكښي موندل كېږي د افغانستان او خصوصاً د قندهار و تعليميافته ځوانانو ته د اهداء په توګه وړاندي كيږي – نوميالى” (طلوع افغان: پورته ګڼه).

            پر رساله د پښتو مترجم مقدمه راغلې ده، د دغي مقدمې په آخر کي (15 برج حمل، افغانستان – قندهار) عبارت ليکلى دئ. د دې عبارت له تاريخه معلوميږي چي استاد نوميالي د نوموړي رسالې ترجمه تر دغه تاريخ پخوا بشپړه کړېده. موږ تاسي ته معلوميږي چي مقدمه د هر تحقيق، ترجمې او ليکني تر بشپړېدو وروسته ليکل کيږي.

            د ترجمې په پيل کي اهداء، وروسته ئې د پښتو ژباړن مقدمه راغلې ده. په مقدمه کي د نوموړي رسالې پر محتوياتو او د رسالې پر جوړښت بحث سوى دئ او هم د دې رسالې د ترجمې پر ضرورت خبري سوي دي. وروسته د رسالې متن شروع کيږي چي په سر کي ئې د حيدرآباد دکن مدرسې د مدرس مولانا محمدواصل ليک او پوښتنه راغلې او ورپسې د افغان سيد بشپړ جواب چي د رسالې اصلي متن جوړوي راغلى دئ.

            د استاد نوميالي د ترجمې متن ما (م. روهيال) په ١٣٨٦ش کال له طلوع افغانه را ايستلى او راسره پروت دئ. په طلوع افغان کي د خپرې سوي ترجمې پرله پسې اوويشتمه برخه د طلوع افغان د دغه کال د اووه څلوېښتمي ګڼې د کمبود له امله ناقص ده.  نوره له هره اړخه بشپړه ده خو د تاسف ځاى دا دئ چي تر اوسه لا په کتابي شکل خپره سوې نه ده. نو په دې حساب ويلاى سم چي د حضرت سيد جمال الدين افغان د نيچريه رسالې لومړى پښتو مترجم ارواښاد محمدانور نوميالى دئ. په قمري حساب د سيد تر اصلي ليکني څلور اويا کاله وروسته د هغې له عربي ترجمې څخه پښتو سوېده.

            د نيچريه رسالې دوهم مترجم ارواښاد مولوي محمديونس خالص (١٣٨٥ش مړ) دئ. مرحوم خالص په ١٣٣٦ش کال يو کتاب وکيښ چي نوم ئې (ديني ملغلري) دئ. دا کتاب د افکارو د روزني د انجمن له خوا په کابل کي د پنځه سوه ټوکو په تېراژ په (١٤٠) مخونو کي چاپ سوى دئ. پر کتاب باندي د شاه محمد رشاد دوه مخيز يادښت ليکل سوى او ورپسې متن شروع کيږي، کتاب دوې برخي لري. په لومړۍ برخه کي ئې د (زه ولي خداى منم؟) پوښتني ته مفصل جواب ويل سوى دئ. په دې جواب کي ئې د پخوانيو او وروستنيو پوهانو او عالمانو د څېړنو په رڼا کي د خداى تعالى د وجود په اړه دلايل وړاندي کړي دي. د لومړۍ برخي په وروستۍ حصه کي مرحوم محمديونس خالص د خداى د وجود او اثبات په اړه خپل مفصل او دقيق نظر ليکلى دئ. د کتاب دوهمه برخه د افغان سيد جمال الدين د نيچريه رسالې ترجمه ده چي دا ترجمه ئې د کتاب د لومړۍ برخي د خاتمې په توګه ورسره ملګرې کړې ده. د خاتمي تر عنوان لاندي يو کوچنى يادښت په دې ډول راغلى دئ: “خاتمه – علامه سيد جمال الدين افغانى د دهريت د اضرارو او ديانت د منافعو په برخه کښى يوه رساله ليکلى چه د هغى مطالعه او کتنه او له مطالبو څخه ئى ځان خبرول ډير اهميت لرى نو د دى لپاره چه ځمونږ ګران لوستونکو ته کړاو پيښ نشى او د هغه له مفيدو او ګټورو افکارو څخه پښتانه او پښتو هم بى برخى نشى لوستونکو ته د هغى رسالى پښتو ترجمه په دى ډول وړاندى کوم – و من الله التوفيق” (خالص: ٦١ مخ).

            تر دغه کوچني يادښت وروسته د رسالې متن پيليږي. مرحوم يونس خالص د رسالې د ترجمې په اړه څه نه دي ليکلى چي د سيد رساله ئې له کومي ژبي څخه ترجمه کړې ده او څه مهال ئې ترجمه کړې ده، خو د کتاب له چاپ څخه چي په ١٣٣٦ش کال سوى دئ، داسي معلوميږي چي په همدغه کال او يا تر دې کال مخکي به ترجمه سوې وي. په دې حساب د سيد جمال الدين افغان د نيچريه رسالې دوهمه پښتو ترجمه د هغې تر لومړي چاپ اته اويا کاله وروسته د مرحوم مولوي محمديونس خالص په قلم سوې او چاپ سوې ده.

            د دې رسالې دريمه پښتو ترجمه د مرحوم مير سعيد بريمن (                  مړ) له خوا په ١٣٤٤ش کال وسوه. د مير سعيد بريمن ترجمه کړې رساله په ١٣٤٤ش کال په ٥٤ مخونو کي د مطبوعاتو وزارت له خوا په کابل کي چاپ سوې ده. قطع ئې جيبي ده او د رسالې په سر کي د سيد جمال الدين افغان او د کابل پوهنتون په محوطه کي د هغه د مقبرې د هغه مهال تصويرونه راغلي دي چي پر دغه مقبره لا کار جريان درلود.

            مرحوم مير سعيد بريمن رساله له فارسي څخه ترجمه کړېده. ترجمه ئې له هغه چاپه کړېده چي په ١٣٠٣ش کال د شرق د کتابخانې له خوا د تهران د سعادت په مطبعه کي چاپ سوېده. دې خبرو ته ئې په سريزه کي اشاره کړېده (بريمن: الف مخ). پر رساله د ژباړن اووه مخيزه سريزه راغلې ده. په دې مقدمه کي د نيچريه رسالې د محتوى او د سيد د معرفۍ په اړه څرګندوني سوي دي. تر مقدمې وروسته د رسالې متن شروع کيږي او په ٥٤ مخونو کي پاى ته رسيږي.

            په دې حساب نو د مرحوم مير سعيد بريمن ترجمه د سيد د رسالې تر لومړي چاپ تقريباً پنځه اتيا کاله وروسته په کابل کي د دريمي ترجمې په شکل چاپ او خپره سوه.

            پورته معلوماتي ليکنه مي په دې خاطر وکړه چي د سيد د آثارو علاقمندان خبر وي، چي د سيد د حاضري رسالې متن له نن څخه ډېر کلونه پخوا لومړى استاد نوميالي، ورپسې مرحوم يونس خالص او دريمه پښتو ترجمه ئې د ارواښاد مير سعيد بريمن له خوا سوېده. د دې له پاره چي د اوليت حق ئې د استاد نوميالي له نامه سره تړلى دئ، نو ځکه مي د يوه امانت په توګه د هغو دوستانو سره دا معلومات شريک کړل، کوم چي د طلوع افغان ورځپاڼي له محتوياتو ناخبره او د دې ارزښتمن اخبار د مطالعې چانس نه دئ ورته ميسر سوى.

ماخذونه:

افغاني، سيد جمال الدين، (١٣٩٨)، رسالۀ نيچريه، کابل: وزارت اطلاعات و فرهنګ، بکوشش: فضل الرحمن فاضل.

نوميالى، محمدانور، (١٣٣٢ش)، طلوع افغان – ٣٢ ګڼه، کندهار: د مطبوعاتو مديريت.

خالص، محمديونس، (١٣٣٦ش)، ديني ملغلري، کابل: د افکارو د روزني د انجمن له خوا.

بريمن، ميرسعيد، (١٣٤٤ش)، نيچريه، کابل: د مطبوعاتو وزارت.

يادونه: د دې مقالې چاپي شکل په ١٩/ ٢/ ١٣٩٨ش کال ښاغلي فاضل ته د ګران حکمت دراني په توسط ورسېد.

[1] د کتاب مقدمه د مخونو شمېره نه لري.