کور / #PTM / پښتون ژغورنې غورځنګ؛ د ریاست نوې کړنې – زړې موخې

پښتون ژغورنې غورځنګ؛ د ریاست نوې کړنې – زړې موخې

د اوونۍ تحليل/  لوی افغانستان تحريک

څه باندې يو کال کېږي، چې د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځ ته شوی او د پښتون د حق غوښتنې غږ يې د اسلام اباد له پرلت څخه پورته کړ، د پي، ټي، ايم  اډانه چې د ځوانو سياستوالو او مېرمنو څخه جوړه ده، د دوی يواځينۍ غوښتنه دا ده، چې پر دوی کېدونکی ظلم دې پای ومومي، د پنجاب په بند کې زنداني محکوم افغانان دې خوشي شي او پر محکومه خاوره دېیرغلګر پوځ د ظلم او استبداد لړۍ ودروي، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دې کرلي ماينونه لرې کړي، د دوی د کار او روزګار ځایونه دې نه ويجاړوي او د نقیب مسید قضیه کې دې محکوم کسان عدالت ته را کش کړل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه ډېر سیستماتیکه مبارزه کې د پاکستاني پوځ هغه څېره نړۍ ته وښوده، چې کلونه یې له نړیوالو په یوه او بل نوم پيسې او پروژې اخیستې او بیا یې د همدې پيسو په مټ نه یوازې ترهګر روزل، بلکې د یوې پلان شوې لوبې له مخې یې په ډېره سپین سترګې د پښتون په ورکه پسې را واخیسته؛ خو د دې حرکت له را پیلدېدو سره په کور دننه پاکستان او نړۍ ته دا څرګنده شوه، چې پنجابی پوځ نه یوازې د ترهګرو په ضد اقدامات نه کوي، بلکې په خپله د دې ایډیالوژي د ترویج په هڅو بوخت دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يواځينی هدف په محکومه خاوره امن او سوله ده، هغوی نور په تنګ راغلي دي، نو ځکه خو يې د پنجابي پوځ او استخباراتو په وړاندې پاڅون وکړ، خلک یې را منسجم کړل او د یووالي په ارزښت یې پوه کړل، د ریاستي ادارو د تېرو ظلمونو په ضد یې خپلې قضيې درج کړې، چې د وژل شویو ځوانانو سربېره یې د ترې تم محکومو افغانانو غږ راپورته کړ، همدارنګه يې هغه ناموسي کیسې هم د خلکو تر غوږونو ورسولې، چې پنجابي پوځ په محکوم افغانستان کې سر ته رسولې دي.

۲۰۱۹ ز کال د فبروري په میاشت کې پنجاب د پښتون ژغورنې پوخ سیاستوال پروفيسور ارمان لوڼي شهید کړ، دوی غوښتل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به د تشدد لاره ونيسي، وروسته وروسته یې د پي ټي ایم  ګڼ شمېر غړي زندانونو ته واچول، ویې وهل او د  تشدد دا لړۍ لا هم روانه ده. همدا څو ورځې وړاندې يې د محکوم افغانستان په جنوبي پښتونخوا کې قيوم اتمانخېل، چې د شهید ارمان د شهادت پر مهال عیني شاهد دی، ونیول او په داسې حال کې وموندل شو، چې سخت وهل شوی و. د دې ترڅنګ یې د نامعلومو کسانو په نوم د تحریک مخکښ غړې ثنا اعجاز ته ګواښونه کېږي، ترڅو یې له خپل پیل کړي کار څخه را وګرځوي او یا پي ټي ایم په غوسه او بلاخره یوه اقدام ته مجبور کړي.

پنجابي پوځ ته دا هم روښانه ده، چې له امو تر اباسینه، دغه سيمه ټوله يوه خاوره او وجود دی، پنجاب به د خپلو شومو موخو پاداش ويني، پښتون ژغورنې غورځنګ چې د خپلې ازادۍ او حق غوښتنې سنګر کې په حوصله شپې تېروي، د دوی دغه شپې به سهار مومي، دوی په خپل ټينګ عزم او اراده د ننګ ميدان ته راوتلي دي، پنجاب که يې که هر څومره د منځه وړو دسيسې پلان کړي، خو دوی ځکه بريالي دي، چې د ظلم او استبداد په وړاندې يې غږ پورته کړی دی.

که پنجابي پوځ او څارګره اداره بیا، بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ حوصله ازمايي، نو بیا هغه وخت هم راتلونکی دی، چې د تورې په مټ  خپله مبارزه مخ ته یوسي او د تورې په زور د پنجاب له شر څخه نجات ومومي.

نوې لوبه او زاړه تاکتيکونه

دا خو يو څرګند حقيقت دی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يواځې او يواځې د خپلو حقونو د غوښتنې داسې ځواکمن غږ پورته کړی دی، چې د ای، ايس، ای د ټولو دسیسو مخه يې نيولې ده. که څه هم تر دې وړاندې په محکوم افغانستان کې پښتون ملتپاله ګوندونو ښه سياست کړی دی او خدایزده د خلکو د شعوري بيداري په برخه کې يې هڅې او کوششونه د ستاينې وړ دي، خو د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ هم دغه ملتپاله ګوندونه منسجم او د يوه مشترک هدف لپاره يې ګډې هلې ځلې پيل کړې، ټولو د ((پښتون ته ژوندون غواړو)) غږ پورته کړ، دوی په خپلو شعارونو کې د ظلم خلاف يوو، عدالت غږ اوچت شوی دی، په محکوم افغانستان کې تر دې وړاندې هم پنجاب او ايس، ای د پښتون افغان وژلو، بندي کولو او د هغوی په عزت د داغ لګولو هڅې کړې وې، جنوبي پښتونخوا کې په وکيلانو بريد، باچاخان يونيورسټي باندې ترهګريز بريد او د مشال خان غوندې په زرګونو ځوانان وژل يې څرګندې بېلګې دي، د زرګونو په شمېر کې پښتانه ځوانان تری تم او پنجاب يې زمه وار دی.

پاکستان د محکوم افغانستان په خاوره کې ترهګرو ته پټنځایونه جوړ کړل، د خلکو روزګار يې په ټپه وداروو، ماینونه يې وکرل او د محکوم پښتون افغان ژوند يې واخيست او تر ټولو ستره جفا او تېری یې دا وکړ چې په خورا سپین سترګی یې د پښتنو په ځمکه قبضه اختیار کړه.

دې ټولو لاملونو ته په کتلو سره ويلی شو، چې د پښتون ژغورنې اواز د زرګونو محکومو پښتنو د مظلوميت غږ دی، په هره ستره جلسه کې د مېرمنو او خوېندو ژړاګانې، د تری تم خلکو په اړه کېدونکې کيسې د سړي غونی ځيږوي.

د پاکستان په جوړېدو سره پر محکومه خاوره د پنجاب ظلم او استبداد لړۍ روانه ده، د افغانستان جهاد د پاکستان د دفاع غږ همدا تعبیر درلود، چې که په محکوم افغانستان کې هر څه کېږي، پنجاب يې کوي، نو کومه ستونره نه لري، خو د ازاد افغانستان ټولې زېربناوې د همدې جګړې په ټس کې لولپه شوې، اقتصادي رکود سره مخ شو او د خپلې خاورې اصلي څښتنان   په ژمنۍ پلازمېنه کې  مهاجر بلل کېدل.

خبرې ډېرې سر يې يو، تر کومه چې په محکومه خاوره د امن سپين څادر خور شوی نه وي، تر هغو پورې  په ازاد افغانستان کې د سولې او امن راتلو هيڅ مجال نشته، بیا به هم په لروبر کې د دښمن د نېرنګونو او شومو پلانونو قرباني ګرځو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ننګه له امو تر اباسینه د ټول افغان ولس فرضيت جوړېږي، تر څو چې ټول په يوه قوت د تورښامار نوې لوبې ته د خطر په سترګيو ونه وګورو، تر هغو پورې به مو ځوانان وژل کېږي، له کرښې سره پر نژدې سیمو به د سامراجي پوځ بريدونه جاري وي، ددغه تور ښامار د وژلو وخت راغلی، خو يواځې زموږ او ستاسو ملي يووالي ته اړتيا ده، چې په يوه قوت د پې، ټې، ايم څخه هر ډول مالي، معنوي ملاتړ وکړو.

په دې وروستيو کې پنجاب ددې تر څنګ چې د پې، ټې، ايم  ملګرو ته د مرګ ګواښونه کوي، په خواله رسنيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بدنامولو لړۍ پيل کړې ده او منظور پښتون د افغانستان جاسوس ګڼي، حال دا چې په  لروبر وطن کې د يوې وينې جلا کېدو امکان نشته، له امو تر اباسینه د پنجابي استعمارګر په وړاندې ملي پاڅون ته اړتيا ده.

راځئ! دا ثابته کړو، چې زموږ د وينې او مينې رشته يوه ده او په پوره قوت سره د پې، ټې، ايم په ننګه خپل غږ اوچت کړو.

پايله

دا روښانه حقيقت دی، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د لروبر تر منځ سهرابي فاصلې ختمې کړې، چې ستميانو به د محکومې خاورې اوسېدونکي پر دې ملامتول، چې ګواکي محکوم پښتون افغان د پنجاب پر غلامۍ خوښ دی، نو موږ ته هم اړتيا نشته، چې د هغوی د راخپلولو هڅې وکړو.

پنجاب له همدې وېره لري، چې د يوه کال په اوږدو کې پښتون ژغورنې غورځنګ د لروبر وطن تر منځ پيوستون رامنځ ته کړ، محکوم افغانستان کې کېدونکې هر ظلم په وړاندې لومړی د ازاد افغانستان او بیا د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې په زرګونو افغانان خپل غږ پورته کوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ ننګه کوي، پاکستاني رسنيو د پې، ټې، ايم  غږ ته پوښښ ورنه کړ، خو د ټوليزو او ټولنيزو رسنيو پر مټ نن د پښتون ژغورنې اواز د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د هر افغان ناره ده او پنجابي اسټبلشمنټ په وړاندې خپله کرکه څرګندوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ به خپلو هيلو ته رسېږي، د پنجاب هرخنډ د پښتون ژغورنې غورځنګ د بريا لامل ګرځي، پنجاب د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو د وژنې نسخه هم وکاروله، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ لا ځواکمن او ګړندی شو، د پښتون ژغورنې غورځنګ په حقيقت کې معجزې ته ورته يو حرکت دی او ارو مرو به د ازادۍ تر منبره ځان رسوي.