لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

د لراوبر اداره | اگست 2nd, 2008


دهند وزير اعظم من موهن سينګ  ويلي چي …

پيښور(هيوادخبر ): دهند وزير اعظم من موهن سينګ  ويلي دي په کابل کښې دهند پرسفارت بريد بنګلور او احمد آباد کښې د بم چاودنو لړي  دسيمې حالات ته يو سترګواښ دي تروريزم دسلامتى اوپرمختګ د لارې لوى خنډ دى دسارک سرمشريزه غونډې ته د وينا پرمهال ښاغلى من موهن وويل تروريزم دسيمي لپاره ستر خطر دى دسارک غړو هيواد ته په ګډه مقابله کول پکارده .



په لويردير کښي هم عمليات پېل سول

پيښور(هيوادخبر ): په لويردير کښې هم وروسته له هغه چاڼيز عمليات پيل شول چي  کله د لويردير پريوځى مرکز باندې ميزايل حمله وشوه د راپور ترمخه نابلده کسانولخوا دلويردير پرپوځى چاوڼۍ 9 توغندي توغول شوى چي له امله پوځى مرکزته زيان اوښتۍ دى خو مرګ ژوبله نده رامنځته شوې دميزايل حملې وروسته امنيتي ځواکونو دوسلوالو پرضد په چاڼيزو عملياتو لاس پورې کړيدي او د وسلوالو ګڼ پټ ځايونه يي په نښه کړيدي رپوټونه په ډاګه کوي دلويردير دتحصيل بلامبټ په سيمو مانوګۍ ،اسلام دره او کورې مالاکنډ کښې عمليات روان دي خو تراوسه څوک دتوغنديو د بريد په تور ندې نيول شوي.



جميعت علماء اسلام (ف) صوبه سرحدسوات کښي د عملياتو بندولو غوښتنه کړې

پيښور(هيوادخبر ): جميعت علماء اسلام (ف) صوبه سرحد په سوات کښې د عملياتو بندولو غوښتنه کولو سره د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره همکارى کولو وړانديز کړيدي  په پيښور کښې دجميعت علماء اسلام دايالتي مجلس عامله د غونډې وروسته د شخصي ټلويزون سره په خبرواترو کښې د جميعت ايالتي صدر سناتور ګل  نصيب وويل د سوات امن لوظنامه دسياسي ګوندونو په اعتماد کښې اخستلو پرته وشوه مولانا ګل نصيب تور لګاوه چي ايالتي حکومت د امنيت په ټينګښت کښې پاته راغلۍ دى حکومت دهيواد ماتولو تګلاره عملي کوي ترڅو پورې چي وفاقي حکومت زمونږ غوښتنو ته پاملرنه ونکړي ترهغو به جميعت په مرکز کښې د حکومت برخه نشي.



دپاک پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس : د ظواهري په مړينه نه يو خبر

پيښور(هيوادخبر ): دپاک پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وايي خبر نه يو ايمن الظواهرى وژل شوى او که ژوبل وشوى دى د فرانسوى خبرى اژانس سره په خبرواترو کښې ښاغلى عباس وويل دپاکستان پوځ هيڅ داسي خبرندي ترلاسه کړى چي ګواکي د اسامه بن لادن مرستيال ايمن الظواهرى په ميزايل حمله کښې وژل شوى ياهم ژوبل شويدى دپاکستان پوځ دامريکايي رسنيو د رپوټونو پخلۍ نشي کولې تردې وړاندې يوه  امريکايي ټلويزون ويلي وو چي دوي ته دطالبانو د قوماندان بيت الله محسود لخوا يو ليک ليږل شوى او په هغه کښې ويل شويدي چي ايمن الظواهرى تيره اوونۍ  پرقبايلي سيمو باندې د امريکادميزايل حملې په ترڅ کښې ژوبل شوى  په دغه ليک کښې دايمن الظواهري لپاره د طبى مرستو غوښتنه شوې وه.



وزير دفاع چودرې احمد مختار وايي چي ..

پيښور(هيوادخبر ): دپا کستان وزير دفاع چودرې احمد مختار وايي که چرته مسلم ليک (ن) له حکومت څخه بيل هم شي نو دپيپلز ګوند حکومت ته هيڅ خطر نشته قاضيان به ضروربحاله شي خو کيداي يو يادوه قاضيان د هيواد د ګټو په خاطر له دندو پاته شي په نيو يارک کښې د پيپلز ګوند دپلويانو يوې غونډې ته په خپله وينا کښې احمد مختار زياته کړه مسلم ليک (ن) دسياسي اتحاد برخه دى خو وړوکۍ ګوند بايد پرلوي ګوند باندې خپله خبره ونه تپې احمد مختار ويلي پيپلز ګوند هم خپلواکه عدليه غواړي خو دقاضيانو د بيرته پرکارکولو سره خونه  دترهګرۍ مخه نيول کيدلې شى اونه په هيواد کښې دشيدو ويالې بهيدلۍ شي وزير دفاع دغه خبره رد کړيده چي ګواکې ده پرآئى ايس آئى تور لګولۍ دى .



نړۍ دترهګرۍ او بنسټپالني د ستر مشکل سره مخ ده

پيښور(هيوادخبر ): وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي دي نړۍ دترهګرۍ او بنسټپالنې په شان ستر مشکل سره مخ ده د  دغه لپاره  پکار ده چي په اجتماعى توګه هلى ځلې وکړو د سريلانکا په پلازمينه کولمبو کښې دسارک غړو هيوادونو په روانه سرمشريزه غونډه کښې د وينا پرمهال وزير اعظم زياته کړه دسارک غړي هيوادونه د قدرتي شتمنيو څخه ډک دي د غړو هيوادونو  ترمنځ  همکارى ته وده ورکول پکار ده دسهيلي اسيا دولس  دپرمختګ لپاره دسارک پر سوشل چارټر باندې عمل کولو ته اړتيا ده د سارک غړو هيوادونو ترمنځ د انرژۍ په لړکښې يوله بل سره همکارې  پکار ده او بايد دخوراکي موادو د قلت په هکله غړي هيوادونه جدى اقدامات  وکړي وزير اعظم په خپله وينا کښې زياته کړه په نړيواله کچه دتيلو د بحران دمخنوى لپاره متبادل لارې چارې لټول پکار دي وزير اعظم دترهګرۍ غندنه کولو سره وويل ټوله سيمه دترهګرو او سخت دريځو قوتونو لخوا يرغمال شويده وزير اعظم ګيلاني په کابل کښې دهند پرسفارت تروريستي بريد وغانده .



ولس مشر حامد کرزى وايي چي د ترهګرو جرړې مخ په ټينګېدو…

پيښور(هيوادخبر ): افغان ولس مشر حامد کرزى وايي په پاکستان دترهګرو جرړې مخ په ټينګيدو دي دسريلانکا په پلازمينه کولمبو کښې دسارک سر مشريزه غونډه ته د خپلي وينا په ترڅ کښې افغان ولس مشر زياته کړه سيمه د ګڼو مشکلاتو سره مخ ده د دغو مشکلاتو د حل لپاره ټولو ته په ګډه کار کول پکار دى افغان ولس مشر  پرپاکستان تورلګاوه چي په پاکستان کښې  ترهګرۍ وده کړيده اومخ په خوريدو ده  او دبې نظير بوټو شهادت هم دترهګرۍ نيتجه ده .



دپښتونخوا ملى عوامى ګوندپه يوه اعلاميه کښي…

پيښور(هيوادخبر ): دپښتونخوا ملى عوامى ګوندله  دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کښې راغلۍ دي چي دجرنيل بهادر خان يونټ تهکال بالا غونډه دملک قاسم په مشرۍ کښې وشوه په غونډه کښې د ګوند ايالتي صدر مختار يوسفزئى او جنرال سکرتر ارباب مجيب الرحمان ګډون وکړ پدغه وخت دعوامي نيشنل ګوند غريب آباد مخکښ سيد عليشاه دخپلو ملګرو په شمول په پښتونخوا ملى عوامي ګوند کښې دګډون اعلان وکړ غونډي ته په خپله وينا کښې ښاغلى مختار خان يوسفزئى وويل واکمنو پښتونخوا وطن د ترهګرو په لاس ورکولو سره دعوام ژوند دسختو مشکلاتو سره مخامخ کړيدي چرته چي بهرنيو ترهګرو د ځايي پلويانو په همکاري قبايلي سيمي او د صوبې ولس يرغمال کړيدي داسلام پرسيپڅلى نوم بې ګناه خلک وژل کيږي په سلګونو کسان تښتول شوى او په بدل کښې دتاوان غوښتنه کيږي بلخوا ته ګرانۍ ، اوزګارتيا،لوشيډنګ د اوسيدونکو ژوندتريخ کړيدي ښاغلى يوسفزئى زياته کړه چي اوس وخت راغلۍ دي چي مونږ به په دوو لارو کښې يوه خوښوو يابه پدې هيواد کښې دقانون او آئين واکمني رامنځته کيږي يابه دترهګرو واکمنى رامنځته کيږي اې پى ډي ايم د اګست په مياشت کښې په ټول هيواد کښې  داحتجاجى غورځنګ اعلان کړيدى پښتونخوا ملى عوامى ګوند به پدغه غورځنګ کښې بشپړه ونډه اخلي.



دسوات په سيمه کبل کښې دپوليسو پرموټر ريموټ کنټرول بم ..


پيښور(هيوادخبر ):  دسوات په سيمه کبل کښې دپوليسو پرموټر ريموټ کنټرول بم چاودنه شوې اوله امله يي اووه تنه پوليس وژل  شوي او څلور ژوبل شويدي په وژل شوو کښې ايس ايچ او امان الله شامل دى بلخوا ته دتحصيل مټې اوکبل وروسته امنيتي ځواکونو دتحصيل چارباغ په خوا خوځيدلي دي اودسوات په مختليفو سيمو کښې يي عملياتو ته دوام ورکړيدي دتحصيل مټه په سيمه کښې په يوه کور دتوپ ګوله لګيدو له امله يوه ښځه وژ ل  شويده او بلخوا ته  د انجونو ښوونځي ته اور ورته   کړل شويدي دګرځنده بنديز باوجودسوات  اوسيدونکو په عملياتو کښې دعام خلکو په نښه کولو پرضد احتجاجى مظاهره وکړه وسلوالو په تحصيل کبل کښې ديونين کونسل پخوانى مرستيال ناظم تښتولۍ دي په مينګوره کښې طالبانو  دايس پى ايس پوهنځي دانجونو څانګه ته  اور ورته کړيدي ديادونې وړده چي دسوات  په روانو عملياتو کښې تراوسه دپنځو سرتيرو پنځه پنځوس طالبانو اوپنځويشت اوسيدونکو په شمول 85 تنه وژل شويدي.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024