کور / خبرتیا او پيغامونه / سرخلاصي لیک د م م عمومي منشي بانکي مون ته

سرخلاصي لیک د م م عمومي منشي بانکي مون ته

۲۱/۰۷/۲۰۰۸

عزتمنده ! د ملګرو ملتو اداره د نړۍ وګړو ته د قانون د جوړ ولو ،تطبیق ولو ،انساني ارزښتونو ته درناوی ، د بشري حقونو اعاده کو لو ،محرومو ولسونو ته د برابرو حقوقو ورکولواو  د عدل او انصاف د را مینځته کولو په خاطر جوړه شوی .

دا مسولیت یې منلی چې بې وسه ،بې واکه ولسونه او هیوادونه د ظالمانو ، تېري کوونکو، او د بشري حقونو سرغړونکو، ډلو ټپلو او دیکتاتورو چارواکونه  وژغوري د عامیلینو د زور ښکرونه یې د قانون په وسیله په بیخ کې ورمات کړي لکه د طالبانو ، صربیانو او نور .

د ۲۰۰۱یوم  کال د سپتمبر په ۱۱ مه چې ترورستانو په امرېکې کې مساپر وړونکې الوتکې د هغه هیواد د  دفاع  د وزا رت او د نړیوال سوداګریز مرکز  د ودانیو له برجو سره وجنګولې  او په هغې غم لړلې  پیښه کې نژدې  درې زره ښځې ،نارينه ،لویان او کوچنیان بې له کومې اشتباه اوګناه پرته د اور په لمبو کې ووژل شول . ما هماغه شېبه هم عاملین یې وغندل اوس یې هم غندم او تر آبده پداسی او دېته ورته کسانو لعنت وایم .

د امرېکې چارواکو یې پړه  له واره په بن لادن او د هغه په ډلې واچوله . د پېښی  نه څو ګړې وروسته د ټلوېزون  له لارې بوش پخپله وینا کې وویل دا حمله بن لادن کړې . د هغه ډلې ته ځای ورکونکي ، ملاتړکوونکي او خواخوږي یې د هغه په شان ترورستان او ز موږ  دښمنان دی .

په سپینو ټکو یې طالبانو ته ګواښ وکړ. بن لادن راوسپارۍ که  نه د غچ  موخه مو ګرځۍ. د م م د ټولنۍ د  وخت عمومي منشي د خپل مکلفیت او صلاحیت له مخی پرېکړه لیک صادر کړ . بوش او د هغه ملاتړ کوونکو هېوادو  ته یې اجازه  ورکړه چې په افغانستان او سیمه کې د  القائدی پنډغاړي او پټڼ ځایونه له مینځه یوسي او د طالبانو واکمنې ته پای ورکړي.                 

  د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷/۸ مه د امرېکې په مشرې ایتلافي قواوو پر افغانستان د افغان ولس د خوښۍ خلاف یرغل وکړ . د یوی میاشتی په دننه کې د طالبانو زورواکي ړنګه او  د القائدی مرکزونه او پټن ځایونه له مینځه ولاړل . د همدی کال د  اکتوبر او نوامبر په میاشتو کې ولمشربوش او د برتانیې د وخت لومړي وزیر  توني بلیر څو ځلي په مرکو کې وویل ،زموږ د بې پروائې له امله دا ډیر کلونه افغانان د جنګي جنایت کارانو ،د بشریت د دښمنانو او جنګسالارانو له خوا ډیر وکړېدل . او افغانستان د قاچاقبرانو او ترورستانو په ځاله بدل شو. موږ افغانانو ته ډاډ  ورکوو چې لدې  وروسته کړې اشتباه نه تکراروو . او ژمن یو چې د امنیت، مصئونیت ، د کار وبار ترڅنګ به د انساني ژوند شرائط برابر کړو. او په نژدی کلو کې به د قانون د حاکمیت ،د بشري حقونو درعایت، د د یموکراسۍ په اصولو ولاړه ټولنه جوړه  ودان، آباد او په خپلو پښو ولاړ افغانستان به وروسپارو. خو کله چې د بوش سرتېرو زموږ په پاکې خاورې پل کېښود  هغه او ملګرو یې له همدغی شېبې نه د خپلو ژمنو خلاف کړه وړه پيل کړل اولا پسی دوام ور کوی .                                   

۱ : د بوش له خوا افغان ولس په ولسي واک کې بې برخې کول .

الف: د بن په غونډه کې د ولسي استازو حق یې هغه کسانو ته ورکړ چې له  ۱۹۹۲  نه تر ۱۹۹۶ وم کلو پوری واکمن وه . د کابل ښار د شپیته زره اوسیدونکو  د وژلو سربېره یې د کابل ښار کنډواله کړی دی او پخپله هم  دا کسان جنګي مجرمین ، دبشریت  او  پرمختګ دښمنان نومولي دی .                 

ب ؛ راتلونکې کړنلاره یې د افغانانو د ملي ګټوپه پام کې نیولو پر ځای د جنګي جنایتکارانو او  د هغوی  د ملاتړ کوونکو هېوادو روسیې ،ایران او پاکستان خپلې ګټی  په پام کې ونیولی .               ت : د کابل د ښاریانو قاتلان او د ښار ورانونکي(شما لي ټلواله)  یې بشپړ واکمن کړل  ولس یې د طالبانو له منګولو راویست د  دوی ته یې یرغمل ورکړ .د ولس د ځورونې او کړونې چلند لا پسې زور واخیست .                

۲ : د کمزوره ، نا انډوله  او  د قام پالنې  په اوصولو  د حکومت بنسټ ایښوو نه .

ټ :بوش ته د  افغانسان د قومي جوړښت  په هکله هیڅ معلومات نه وه . د تاریخ پاڼو ته د کتو  پر ځای  هغه د جنګی مجرمینو په خبرو او د سي ،آې اې په جعلي راپورونو اعتبار وکړ د پښتنو سلنه یې له ۶۲  نه ۳۸  او ۴۲  ته راټیټه کړه   په واک کې یې دپښتنو ونډه  په لوی لاس کمه کړه  او جګړې ته یې لار پرانسته .

ث ،  حکومتي څوکۍ یې د مسلکي پوهۍ ،تجروبې ،کاري وړتیا ، د ښې ماضي، وطن او ولس ته د وفادارۍ او دېته ورته قانوني میعارو پر ځای په تنظیمي ، ګوندي ،قومي او په  نورو غیری قانوني او  دموکراتیکو اوصولو و ویشلی .

ج : ولسمشر کرزی دومره بې  وسه او بې واکه دی چې په  ۲۰۰۶  او ۲۰۰۷ کالو کې له کابل نه درې پلا  د بلخ ولایت ته د اطلاعاتو کولتور  نوی رئیس ولېږه  لیکن  د بلخ والي عطامحمد ورله د کار کولو اجازه ورنکړه  .کرزی  د عطامحمد او د هغه په شان  د ټلوالې  د نورو غړو  په ادارو کې بدلون نه شي راوستلای .                       

ح : محقق چې د وحدت د ګوند مشر او اوس  دپارلمان غړی دی د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ کالو په واکمنې کې  یې د ښځو سینی غوڅی کړی . د نارينو  په سرو کې یې میخونه ټکوهل ، د مړو ناڅاګانې یې دود کړې . د امریکایانو له خوا یو ځل بیا واکمن شوی اود کورنۍ جګړی د  پیلامی نغاری وهی   د جون  په ۲۳ مه یې د خپل د قوم غونډې ته وویل (شرمنده هستم که از حقوق شما دفاع کرده نتوانسم )یانی تاسوته مې  دکوچیانو له ۷۰ سلنې زیاد حق ولکه نشو کړای  .درې  ورځی  وروسته یې  د ګوند په اخبار کې پدی ټکو مقاله خپره کړه کوچیان صحرائې او ترهګر دی . کوچی یانې پښتون  مانا داچې پښتانه ترهګر دې. لدی سره سم د ملي ګنګرې د ګوند مشر لطیف پدرام له سکترستي ټلویزوني شبکې خراسان سره  په مرکه کې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکې با تدبیره  انسان پاچا غازي امان ا لله خان ظالم او تېریکونکی نومولی. چې ګواکې د نورو قومو ځمکی یې  پښتنو ته ورکړي. کرزي د امریکایانو له وېرې  دې شریرو  او پارونکوته څه ونه ویل شو.

خ : په نړۍ کې به  نه پخوا داسی نظام تېر شوی وی ، نه  به اوس وی  اونه  به په راتلونکی کې راشی  چې هم د ولسمشر مرستیال ، دکابینې غړي او والیان وی .او هم د اپوزسیون غړي. لکه د کرزي  په حکومت کې چې شمالي ټلواله ده .                   

ځ : په حکومت کې رشوت  قانوني  بڼه نیولی تېر کال د م م په کلني راپور کې راغلي وه د افغانستان په  ادارو کې هر ډول  قانوني کار  بې رشوته، نه  اجرا کیږي د یوه کال په دننه کې به هر افغان په منځني ډول  د قانوني کار د اجرا لپاره سل ډالره رشوت  ورکړی  وی .                     

چ : شمالی ټلواله د امریکا یي پوځیانو لپاره د غوږ او سترګو بڼه لری  دهغوی  د غرضمنو راپورو  په بنیاد یې له پیل نه پر  پښتنو ړندی بمبارۍ پیل کړی چې دالیک یې د ټولو پیښو  یادولو  توان نلري  د بیلګې په  ډول به  دیو څو يادونه وکړم :                  

د : د اروزګان د ولایت  د دهراټ په ولسوالۍ کې  د  واده  په مراسموبمباري وشوه د ناوی اوشا ه په ګډون ۴۸ تنه مړه او سل تنه ټپیان شوی وه . بي بي سي ۳۱  /۷  /   ۲۰۰۲.                        

ډ : د نظار شورا غړي د پښتنو د ځپلواو کمزر ولو په خاطر عام پښتانه امریکایانوته د طالب او القائدی په تور تورنوی. بیا هغوی د شپی او  ورځی په کور یې یرغل وروړي  ماشومانو ته ګواښنه کوی ،ښځې  بې ستره او نارینه بې عزته کوی. د ټولې کورنۍ  تر مخ یې لوڅ لپړ ، لاسونه تر شاه وروتړي او سر یې په  توره کڅوړه کې ننباسی  د کندهار ، بګرام د اډو په جیلوکې  یا یې د ګوانتانامو په قفسو کې بندي کړی.  سیف ا لله د تره خیلو د کلي اوسیدونکی چې په آسمان ستوری او په ځمکه سیوری نلری  او تعلیم نه لری د طالب په تور داپنځه کاله په ګوانتانامو کې بندي دی میرمن یې ځان او  اولادونه  په ګدائې ساتي .                                                   

ذ : د کندهار په ولایت کې امریکائې سرتېرو دوتنه په ډزو وېشتلي مړي یې په اور کې سوځوی.  د هغوی د لمدوغوښو جسه هار ته په کړس کړس خاندی دا مستند فلم یو استرالیائې ژورنالست ثبت کړی د  ۲۰۰۵ کال د اوکتوبر په ۲۱ مه دبلجیم کانواس ټلویزوني شبکی خپور کړ .                ر: د۲۰۰۸  تم کال د جولای  په پنځمه  او ۷ مه د امرېکې هوائی پوځ د نورستان د ولایت  په وانت ویګل ولسوالۍ کې چې اوسیدونکي یې د امریکایانو د جګړو لامله په تیښته وه . او د ننګرهار  د ولایت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې  د واده  په  ورا بمونه وغورځول. په لومړۍ  پېښه کې ۲۲ تنه مړه او ۳۰ کسان ټبیان  په دوهمه  پېښه کې د ناوی او شاه سربېره ۴۷ کسان مړه او لس تنه ټپیان شوه . د پېښو ډیر قربانیان ماشومان او میرمنې وی .لدې سره سم نړیوال سره صلیب اعلان وکړ چې په روانې اونۍ کې د مړو شمېره (۲۵۰ ) تنو او د ټپیانو شمېره ( ۴۵۰) کسان ورسېده .                                                                                                                       

کرزي څو وارې له امریکایانو وغوښتل چې  د حکومت بې اجازې بمباري مه کوی  چاته وائې ؟    ز : داڅه ډول انساني کرامت ته درناوی  اود بشري حقونو رعایت دی چې  د غېږې  دماشومانو په ګډون ښځې او نارینه پخپلو  کورو کې د بمو نښه ګرځی لومړی  یې وژنه د  ترهګرو  په نوم اعلانوی . وروسته که بیا پړه ومني. دمرګ بیه یې یوه بښنه غوښتل وی . او د امریکائې وګړو د  مرګ  بیه په لس هاوو میلون  ډالره ارزښت لری . په ۱۹۸۷ کال کې چې یوه مساپر وړونکې الوتکه د ترورستي برید  له وجی  په لاکر بي کې راپریوته د ۸۰  وو په شاوو خواکې امریکایې مساپر ووژل شوه . په  پېښه کې د  لیبیا اوسېدونکی تورن شو. د قذافي له حکومت نه د قربانیانو  د کورنیو لپاره بوش یو میلیارد ډالر  تاوان واخست                                                                 

له ژمنو سر غړونه                                                                                             

ژ : د بن په غونډه کې پرېکړه شوی وه . د جنګي ډلو مشران او قوماندانان به تر هغه سیاسي پروسه کې نه ګډیږي چې ټولې  سپکی او  درنی وسلی  یې حکومت  ته نه وی سپارلي . شمالي ټلواله بشپړه سیاسي ډګر ته ننوته . درندی وسلې یې وسپارلې  او سپکی وسلی لا تر اوسه  ورسره دی .     

  ړ : امریکایې چارواکي له یوی خوا تاریاک د ترورستانو مالي سرچینه ګڼی. له بلې خوایې په له مینځه وړلوکې له حکومت سره مرسته نه کوی د هلمند پخواني والي اسدا له وفا په ۲۰۰۷ وم کال کې د تاریاکو په له مینځه وړلو کې  ائتلافي قواوو نه مرسته وغوښته ځایې قوماندان یې وویل  زموږ دنده القائدې سره جګړه ده ،نه د تاریاکو نابودي.                                                                   

ږ : د روان کال د مارچ په ۳۱ مه د سي، آی ،اې د مشر له خولې بي،بي،سي خبر خپور کړ (له شکه پرته د القائدی مشر د پاکستان په قبائلي سیمه کې پټ دی )نیویارک ټایمز او واشنګټن پوست ورځپاڼو په وار وار کاږلي چې د ترورستانو پټن ځایونه او ټرننګ مرکزونه په پاکستان کې دی. کرزي څو ځلي له امریکایې چارواکو نه وغوښتل چې د  اور پکو ښوونیز او روزه نیز ځایونه په پاکستان کې دی هلته پسی ورشی خو هغوی نه لاس  پکاریږي .                                          

س: د جون په درېمه د ولسمشرۍ لپاره د  دموکرات ګوند کاندید بارک اوباما په مرکه کې وویل که زه ټاکنې وګټم په یو اړخیز ډول به د القائدی په مرکزو د پاکستان په قبائلو کې عملېات وکړم .لېکن په سبا يې د بهرنیو چارو وزیرې میرمن رایس د هغه په ځواب کې وویل، موږ به  په یو اړخیز ډول هلته عملیات ونکړو ځکه پاکستان خپلواک هېواد دی ، زموږ اړیکې به زیانمنی شی . د هغې دخبرې تعبېر دادی چې افغانستان  یو اشغال شوی ملک دی.

دافغان ولس پوښتنې دې ځواب شی

۱ :ترڅوپوری به افغان ولس  د  یولسم د سپتمبرد پښښې بیه ورکوی ؟

۲:   ترڅو پورې به پښتانه د بې وخته مرګ هرکلی کوی ؟                                                  

  ۳: څه وخت به د وسلو سیوری زموږ له سرو لری کېږي یوکال ،لس کاله او که سل کاله وروسته؟

۴: څه وخت به زموږ سر اومال پخپل ملک کې خوندي وی . اوکله به د هېواد واک راسپارل کیږي ؟

  ۵: دا چې د پخوا په شان زموږ انساني کرامت او بشري حقوق تر پښولاندې کېږي نو بیا مو ولې د طالبانو واکمني ړنګه وله ؟                                                                                     

۶: آیا موږ د خندا،خوښۍ ښه او خپلواک ژوند کولو حق نلرو ؟

۷ : دا القائده څولکه ، څومیلونه جنګیالي لری اوڅه ډول عصري وسلې ،تجهیزات لری اوڅنګه او په کومه لار رسد ورسیږي. چې د زبر ځواک وسه پری نه رسیږي ؟                                      

که چېری امریکایان دلیل راوړي چې افغانستا ن خپلواک هېواد  دی . دهغه ځای له وضعې او شرائطو سره سم د ولسمشرۍ اوپارلماني ټول ټاکنې شوی . حکومت د خلکو په رایه ټاکل شوی.  زه یې په ځواب کې ورته وایم چې تاسو خو دکرزي قومانده نه منی ،پخپل سر پوځي کړنې کوې اوتګلاری جوړ وی، بل داچې دواړه ټول ټاکنې د تاسو په خوښه ، لاسوهنه او د وسلو د سیوري لاندی شوی . د جولای په ۱۶مه په زمبابوې کې ولسمشر رابرټ موګابې په دوهمه دوره کې  بیا هم ټاکنې وګټلې . نړیوالې  ټولنۍ او د امریکا حکومت ونه منلې مېرمن رایس وویل دا په دیموکراسۍ رشخند وهل دی . د افغانستان ټاکنې له هغه نه ډېرې نیمګړې وی خو تاسو بشپړه رضایت تری وښود .       لیوان د مېږولپاره شپانه نشی کیدای .

د شپږو کالو د جګړې پایله                                                                                    

  ښ: د ۲۰۰۱کال نه تر اوسه پوری نړیوالۍ ټولنې په لس هاوو میلون ډالره لګښت وکړ. د سوله ساتو او ائتلافي ځواکو په سل ګونو سرتېري مړه او ټپیان شوه .په بدل کی یوه د ټوپک واکمني ړنګه بله یې پرځای واکمنه او معلوم الحال جنګي مجرمین میلونران شول .همدارنګه په امرېکې کې د دیکچني او رامزفیلد، څوکه شوې د وسلو فاریکی فعاله شوی . په  میلیاردو ډالربه د دوی جیبو ته تللې  وی .

ش: سره لدی چې ائتلافي قواوی له طالبانو څوبرابره ناوړه اومرګونې رویه کوی .او د ددوی مالي او پوځي امکانات خو له هغوی سره د پرتلې وړ ندی. بیا هم امنیت له اوس نه پخوا ډیر ډاډمن و ه. 

ص: دتاریاکوکښت او کاروبار تر پخوا په بې شمیرې کچې پراخ او ډیر شوی .                      

ض: که پخوا د ختیځ، سهیل او سهیل لویدیځو ولایتو  په هر کلي کې دوه کونډې وی. اوس یې شمیره لسو ته او که پنځه یتیمان وه. هغه پنځوسوته پورته شوی .                                     

ط : په لس هاوو کلي د بمباریو له کبله له خاورو سره خاورې شوی .سنګین، ګرشک، پنجوائې ،ژیړی ،موسی کلاه ،کجکي ،شنکې، دائې چوپان ولسوالۍ لیدلی شی .                                   ظ: اوس په ټول هېواد کې یونیم میلون کسان په نیشه یې توکو روږدي او یایې کاره وی .په ۲۰۰۵ کال کې داشمیره پنځه لکه وه .(د مخدره موادوپرضد مرستیال وزیر ۲۶/۰۷/۲۰۰۸ بي،بي،سي. )    ع: د روان کال د فبروري په ۱۸ مه دوه تنه پولیس پدی جرم محکمه شول چې له ۴۱کلن پلار او ۱۲ کلن زوی سره په زور لواطت کړی وه .د جولای په دریمه له درې کلن ماشوم سره ورته کار شوی وه. غ : د جون په ۱۲مه د ښونې اوروزنې وزیر وویل پنځه زره ښوونځی د پښتنو په سیموکې تړل شوی ف: د بلجیم د میترو اخبار د ۲۰۰۸تم کال د مارچ د میاشتی په ۱۲ مه د م م د عمومي منشي راپور د دې عنوان لاندی خپور کړی وه (جنګ په افغانستان کې ډېریږي تېر کال ۸۰۰۰ تنه په کې مړه شویوه چې په منځني ډول د میاشتی ۵۵۶ تنه راځی ) له  دې   نه  شپږ اونۍ مخکې  د  ینوری په ۲۹ مه  د امریکې د کانګرس په غونډه کې دهغه هېواد  د استخباراتو رئس (مایکل) وویل په افغانستان کې د کابل حکومت په ۳۰ سلنه خاوره باندې کنترول لری. ۶۰ سلنه د قبائلو مشرانو په واک کې ده .او لس سلنه د طالبانو په ولکه کې ده. داچې کرزی د هېواد ۳۰ سلنه باندی واکمن دی .له شکه پرته د م م کارکونکو د وژل شوو وګړو شمېره د حکومت د کنترول لاندی په آمنه سیمه کې معلومه او ثبت کړی. موږ به یوګام وړاندې ولاړ شو. په فرضي ډول به ومنو چې حکومت د نیمائي قبائلو مشرانو ملاتړ به له ځان سره لری. نو پدې ډول ۶۰ سلنه هېواد به دکرزي د حاکمیت لاندې وی .او د م م راپور هم په همدې سلنه کې اخستل شوی .پاتی ۴۰ په سلو برخه کې د ناامنیو  د لارو د خرابوالي او نشتوالي له کبله د مړو د شمیرې ارزونه نده شوی .که د آمنې سیمی د وژل شوو د سلنې په بنیاد په نا آمنه سیمه کې د مړوسلنه وه ارزوو، نوهلته کې (۵۳۳۳) تنه وژل شوی بناّ موږ ته دا حقیقت په لاس راځې. چې تېر کال په ټول هېواد کې ( ۱۳۳۳۳) تنه د وسلو نښه ګرځېدلي.  اوس د دې شمېرې له مخې ویلی شو چې پدې شپږکالو کې ( ۶ ضرب ۱۳۳۳۳ ) ۷۹۹۹۸ تنه د جګړو خوراک شوی .  باید هېر نکړو چې داڅلور کاله توده جګړه  د ډیورند د کرښې هاغه غاړه د پښتنو په سیمه کې روانه ده. هلته د وژل شووشمیره چا نده اخستی . په دې شپږ کالو کې له پښتنو پرته پر بل هیچا ډز هم نده شوی . بوش هسې په ظاهره دې جګړې ته  د القائدی او ترورستانو په ضد نوم ورکړې، خو کړنه یې پری شاهدي وائي چې د پښتنو به ضد جنګیږي ، هاغه د دې لپاره مټی رانغاړلي چې موږ ته د قانون د حاکمیت ،دېموکراسۍ ،د بشري حقورعایت او مدني ټولنه جوړه کاندي ،بلکې د ستر پښتون  قام د نسل وژنې ،غلامه ونې او د تاریخي افغانستان د ټوټې کولو په نیت یې را بډ وهلي .                  موږپدی باور یو. که چیرې ملاعمر او ګلبدین پښتانه، نه وای دټلوالې د مشرانو په شان به یې په ډالرو او څوکیو نازولي وه .                                                                                

عزتمنده ! زموږ د هېواد ځمکه چې په اوښکو لمده او په وینو سره ده . دا پدی مانا نده چې دا طبیعت ظالم، قاتل، او شرخوښونکې دی ، یایې بچیان دی . نه، داسې نده . موږ تېري کونکې نه یو ، دفاع کونکې یو . دا وژنه د ۱۳۵۷ کال د غوایې د میاشی دکودتا چیانو او د شوروي د یرغل  نه پیل شوی. د پاکستان ،ایران، روسې، سیمې او د نړۍ  د زبر ځواکو هیوادو چارواکو په غوښتنه  د سوسیالیزم، اسلامیزم،اود دېموکراسې په  پلمو دا دېرش کاله روانه ده . له ۱۹۷۸ کال نه تر ۱۹۸۷یم کال پوری دا ځمکه روسانو په وینو سره کړې . ورپسې پور تنیو هیوادو د خپلو ګټو په خاطر چې د دوی د استخباراتي شبکو له خوا جوړې شوی،رزل شوی اوپه هرڅه سمبال شوی جاسوسو ډلو په واک کې د پاتې کېدو او واک ته د رسېدو لپاره په وینو سره شوه . د ۲۰۰۱  کال نه راپدیخوا یې امریکایان سره کوی .                                                                                        ښاغلیه ! تاسو چې د نړۍ وګړو ته د قانون د حاکمیت ،د بشريحقو نو د ملاتړ ، دیموکراسې او مدني ټولنۍ ته د زمینې برابرولو لپار لوړه او ژمنه کړی. او تاسی په انساني ارزښتنو باندې مین او معتقد انسان یاست . نو زه له تاسونه په ډېره درناوی هېله کوم چې د افغانانو د کړونې ،نسل وژنی د مخنیوې او زموږ د هیواد د ټوټې کیدو د ژغورنې اوپه سیمه اونړۍ کې د سولې او ثبات راوستو په خاطر په امریکایې چارواکو لاندې خبرې ومنې .                                                    

۱: تېري د ځان غوښتنې او ځان پالنۍ نښه ده. او دیموکراسي د جګړو په افزارو (بي ۵۲ ، آپاچي، شینوک ،کروز)  نه راځې بلکې دا افزار یې وژنی ،او بد مرغي زېږه  وی . نو باید ژرتر ژره جګړه بنده د کلام او منطق لار پزانستل شي .                                                            

۲: هوائي بمبارۍ باید په هېڅ وجه نورې ونشی .                                                      

  ۳: باید نور د مور او میرې چلند بند شی  فهیم ،قانوني ، رباني ، سېاف ،دوستم ،محقق ،کریم خليلې،اسمعیل، عطامحمد او ملګرو یې له ملاعمر او ګلبدین نه ډېر جنګي جنایتونه کړي. یا دې ټولوته د یوې مناسبې  مودې پوری وخت ورکړل شی .او یا د ټول محاکمه کړای شی .  ګلبدین او ملاعمر سره دښمني د جګړې لپاره پلمه ده .                                                           

  ۴: د افغانستان وضعه باید د افغانانو له سترګونه وکتل شی نه  د امریکایانو .                       

۵: سیاسي واک دې پوه با تدبیره وطن او ولس پالو ملي مشرانو ته لکه دا ښاغلي هر یو صمد حامد، حبیب اله رفیع ،روستار تره کی، فاروق اعظم ، ودیر ساپی او دېته  ورته مشرانوته وسپارل شې

۶: لدې وروسته که هر ولسي وګړی وژل کیږي کورنۍ ته یې باید د امریکا دولت د لاکر بي د پېښې د  قربانیانو په شان تاوان ورکړی .   ځکه د حق او انصاف  تله دو ه پلې  لری .   

   ۷: څنګه چې هر انسان پخپل مخ کې دوه سترګې يوه پوزه او یوه خوله لری .لدې نه هیڅوک منکریدای نشی .همدارنګه  پيښو اوشواهدو په اثبات رسولې ده. چې د پاکستان پوځ او اسخباراتي شبکه آي،اس،آی  القا ئدې او طالبانو ته پخپل  قلمروکې  ځاې ورکړی. د مالي او پوځې مرستو سربېره پوځی روزنه ورکوی . بوش ته دې په یاد شې چې ویلي یې وه . ترهګرو ته ځای ورکونکي  ملاتړ کونکي اوخواخوږې یې ورته ترهګر دی . نو باید اوس د پاکستان پوځ او آی ،اس، آی، د  بي ۵۲  اوکروز نښه وګره وی چې رښتنولي یې  ثابته شې . د  تاسو د انساني خواخوږۍ، زړه سوي  اوریښتنې  کړنې  په  هیله .



                                            

  مواد ترلاسه شوی   ۱: بي ،بي ،سي او امریکا غږ رادیو   ۲  : د بلجیم د کانواس تلویزوني شبکه ۳ : د بلجیم د میترو ورځپاڼه