کور / خبرتیا او پيغامونه / د يوېشتمي صدۍ پېغام

د يوېشتمي صدۍ پېغام

ېوشتمه صدی په ډېر شور او ږوږ  را ورسېدله دساېنس او ټېکنالوجی له انټراکشن څخه  خبر ملتونه پوهېږی چی د ټولنېزی او سماجی ارتقا په اوسنې دورکښي دوی دساېنس او ټېکنالوجی د وراثت د انتقال په مرحله کښي د زمان د امامت مرتبه لرې .
پدی لوبه کښي چی څوک دخپل زاړه کلتور او طرزتفکر د بدلولو څه ناڅه لچک نه ښکاره کوې هغوی ژر لدې مېدانه پناه کېږی  .
اوس ساېنس پر اېټم او جېنېن باندې د قبضی کولو ټېکنالوجې موندلې ده
چی ورسره د تېروخت د ټولنېز جوړښت او کلتوری سازمانونو ټوله ماضی له فعالېته ولېدلې ده .
دصنعتی انقلاب په راتګ سره د زراعتی نظام ټول  دودونه  اداری او عادتونه له منځه ولاړل  . همدا ډول د الېکټرانک مېډېا ، نېوکلېر ټېکنالوجی ، او د جېنېټک ټکنالوجی نوې پرمختګونو د صنعتی کلتور ټول زاړه تصورات له لوی خنډ سره مخ کړې دی  .
هغه ذهانت چی دلته به ېې کمپېوټر ته لارښودنه کوله دهغه پر ځای اوس ربوټ ټېکنالوجی دغه کار په خلا کښی په ډېر منظم ډول سره اجرا کوې .
چرته چی انسان پر نشی وهلای هلته دا ربوټ  درېموټ کنټرول ټکنالوجی په برکت له ملېاردونو مېله لری واټن څخه کنترولېږی .
انټرنېټ اسانتېا د دنېا ټول معلومات د هرسړې تر کوره وروستل  .
په خپل کور کی ناست سړی اوس له نړې سره تجارت ، اړېکی  ، او بانکې حسابونه ارزېابی کولای شی . له دې نوښتونوسره د دفتر ، منشی، قلم ، کتاب کاغذ، او سېاهی ټول زاړه تصورات لکه حرف غلط ورک شول .
اوس له دې نوی کلتور سره موږ ته لازېمه ده چی خپل وروست کلتور برابر کړو . ولې که څوک پدې منډه کښي تر شا پاته شول دهغه بېا د پوښتنې هېڅ څوک نشته  . د دولتی ادارو ېو نوې الېکټرانک تصور منځ ته راتلونکې دی . د انټرنېټ له لېاری دتجارت ساتنه اوس دولتونه ، پولېس ، او بېروکرېسی نشی کولای .
هسی هم ملټې نېشنل کاروبار په نړی کښي د سرحدونو حېثېت ېوه معمی ګرځولې ده دپېداواری ماشېن اجزاوی په ېوه هېواد کښي جوړېږی دهغه کانترول د کمپوتر په ذرېعه له بل هېواد نه کېږی ، د مارکېټ هېڼډل ېې په بل هېواد کښي وهل کېږی  .
دنوی لېزر ټېکنالوجی په ذرېعه نن علاج او عملېات په داسی جادوګری سره ترسره کېږی چی د پېچکارې ، دوا ، پرهېز ، او پخوانې احتېاط ټول تدابېر ېې له بېخه واېستل  .
تر دې چی نن د کمپېوټر ټکنالوجی په مرسته د شعور او روح  (واېټل فورس ) هېْت ترکېبی هم تجزېه کېدلی شې  .
همدا اوس ځېنی ساېنسدانان دی امکان ته داثبات سر ښوروې چی عېن ممکنه  ده چی په نژدی وختونو کښي به داسی ماشېن الات منځ ته راشی چی ترلاندې ېې له درېدلو سره به  د انسان اجزاېې ترکېبی په کلې توګه تحلېل شی او همدا انسان به دېو برقېاتی شکل په بڼه چی چېرته ېې زړه وغواړی د ېولک او دو اتېا زره کلو مېترو د ېوی سانېې په حساب حرکت وکړای شی ، او چی کله ېې زړه وغواړې نو بېا به د  ورته  ماشېن د لاندې په درېدلو سره  بېرته خپل اصلې شکل او صورت غوره کړې  .
همدې نوی ساېنسی نوښتونو نوې سېاسی کلتورونه منځ ته راوړې دې  . ېورپ ورځ تر ورځه د ېوې دفاعی قوې ، ېوه پولې واحد او ېوه وېزه سسټم په درلودلو سره نژدې کېږی  .
درېمی خواری نړی خپل ټول توان د پولو پر ساتنه او ټېنګښت متمرکز کړې دې  . پاکستان هڅه کوی چی ازاد کشمېر مستقل سرحد ونه منل شی او خپله دا پولې تر جمو وغزوی او بل لوری ته ېې کوشش دې چی د ډېورنډ فرضی کرښه مستقېله پوله وګرځوې او هرډول انسانی امدورفت ورباندې کنترول کړې  . زه دجمهور رېس حامد کرزی دا وېنا په کلکه تاېدوم چی پاکستان ته ېې توصېه کوله  چی د ېورپ غوندی باېد سرحد نرم کړې ترڅو دېوه ملت ترمنځ دکرکی دا دېوال دتل دپاره له منځه ولاړشی  .
دسېمی سېاسی او فوځی وضعېت هم دا نظرېه تاېدوې ولی زه پخپله په راتلونکې کښی د سېند د افغانانو پښتنو سرنوشت هم ډېر اړېن بولم چی ېواځی په کراچی کښي پښتانه تربل هرښار زېات اوسی ، هلته خپل کاروبار او جاېدادونه لری ددوی دوهم نسل اوس پر زړېدلو دې ، ددې تارېخی لانجو او مسلو دحل پر موقع باېد دهغو پښتنو په سرنوشت لوبی ونه شی  .
په ماضی کښي دکراچی او سېند پښتانه تل له پامه غورزول شوې ول ولې په راتلونکې کښی باېد دې ټکې ته جدې پاملرنه وشی  .