پښتو ادبي قنديل مشاعره وكړه

40 | اگست 2nd, 2008


تېره شپه  په جنوبی پښتونخوا هندو باغ  ښارګوټي کې دپښتو ادبي قندیل ټو لنې له لوري یوه په زړه پورې مشاعره وشوه.


 ددې مشاعری پیل ديادې شوې ټولنې د يو تن غړي محمدعلي عمري له خوا  دقرآن کریم په سپیڅلو آیتونو سره وشو او وروسته  مشاعرې  ته دجنوبي پښتونخوا له بېلا بېلو ځا یو نو ځخه راغلو شاعرانو خپل خپل  شعرونه واورول  او دمشاعرې په پای کی دمشاعرې دروند میلمه ښاغلي استاد علي خان صاحب دپښتو ادب په اړوند خپله وینا وا وروله ، دپښتو ادبي قندیل ادبي هڅې یې وستا یلې او راغلي شاعران یې
دې ته تشویق کړو چې دپښتو ژبي دخدمت دپاره نه ستېړ کیدونکې هلې ځلې وکړي.


 دغه مشاعره دماښام له لمانځه وروسته پیل او دشپی تر دوو بجو یې دوام در لود .


 مشاعره دپښتو ادبې قندیل دملګري مولوي همایون خان کاکړ له خوا  د دعا په کولو سره پای ته ورسیده

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024