نثار مومند: ترڅو چي د معصومي فرشتې لپاره انصاف نه وي سوی تر هغو به غلي نه کښېني
Aziz Rahman Hazim
د مومند درې پښتنه ماشومه فرشته د مي مياشتي پر ۱۵ نېټه له کوره وتلې وه، بيا کور ته نه وه راغلې، چي پنځه ورځي وروسته ئې جسد په يو ځنګل کي وموندل سو.
د فرشتې ماشومي سره تشدد سوی او په ډېره بې رحمۍ وژل سوې ده.
د فرشتې پلار ګل نبي وايي، په کومه ورځ چي دا له کوره ووتل، وروسته دوی د پوليسو تاڼې ته د رپورټ ليکلو لپاره ورغلل، خو پوليسو په دې هکله راپور نه درجوی.
هغه وويل، دوي ته بيا د باجوړ او مومندو څخه کسان د ملاتړ لپاره راغلل ، وروسته پوليس د دوي مقدمه درج کړې او بيا تېره شپه د هغې جسد د ځنګل څخه ترلاسه سوی دی.
ګل نبي وايي لس کلنې لور فرشتې ئې د قران مجيد حفظ کاوه او هغه ډېره په بې رحمۍوژل سوې ده.
د فرشتې د جسد موندلو وروسته د هغې د طبي معاينې راپور د اسلام اباد پولي کلينک ته لېږدلو سوی وو، خو داسي برېښي چي د فرشتې طبې معاينه نه کېږي.
د پي ټي ايم مشران هم دا وايي، چي د فرشتي په طبيعي معاينه کي سستي کېږي او په لوی لاس دغه راپور نه چمتو کېږي.
د پي ټي ايم يو مخکښ علي وزير او محسن داوړ د اسلام اباد پولي کلينک ته ورغلي او هلته ئې د روغتون مخي ته احتجاج پيل کړی دی چي د فرشتې طبي معاينه دي وسي.
علي وزير او محسن داوړ ويلي، چي دا څنګه کېدای سي چي د يو حکومت په مرکزي سيمه کي دي يوه ماشومه پنځه ورځي لادرکه وي او وورسته دې مړی په يو ځنګل کي موندل کېږي او پوليس دي د هغې هيڅ راپور نه درج کوي.
Ten years old Farishta was abducted on 15 May from Chak Shehzad Isb, her parents continuously requested concerned police station for FIR but they refused. It was lodged last night after her dead body was found. Staff @ Polyclinic Is refusing post mortem.#JusticeForFarishta pic.twitter.com/2Mrh1oK4Ij
— Mohsin Dawar (@mjdawar) May 20, 2019
داوړ د پولي کلېنک روغتون مخې ته احتجاج کوونکو ته په وېنا کي وويل په پاکستان کي چې د بل قوميت والا تن سره دغه رنګ عمل وسي نو په ټول پاکستان کې چغي ووهل سي ميډيا نارې وهي او د انصاف ادعاوې کيږي، خو که د پښتون سره په اسلام اباد کي ظلم کيږي نو رياست بیا پر هغه سترګې پټوي.
په ورته مهال د قبايلي ضلعي مومندو د عوامي نشنل ګوند مشر نثار مومند وويل، چي د فرشتې لپاره د انصاف ترلاسه کولو پوري به غلی نه کښېني.