کور / اقتصادي / ايران وايي، يورانيم ئې د پخوا په پرتله څلور چنده غني کړي دي

ايران وايي، يورانيم ئې د پخوا په پرتله څلور چنده غني کړي دي

ايران وروسته له هغه د يورانيمو د غني کولو اعلان وکړ، چي په سيمه کي ئې د امريکا او متحدينو سره اړيکي خورا ترينګلي حالت ته رسېدلي دي.

ايران ويلي، چي د پخوا په پرتله ئې څلور چنده يورانيم غني کړي دي.

دوې اونۍ وړاندي امريکا خپلي جنګي بېړۍ او بم غورځونکي الوتکي خليج ته ولېږلې، ترڅو د ايران له خوا د ممکنه ګواښ پر وړاندي چمتو واوسې.

د امريکا او ايران اړيکي وروسته له هغه له بدو څخه بدتري سوې، چي کله امريکا پر ايران نور بنديزونه ولګول.

په تازه بنديزونو کي د ايران پر اوسپنه، المونيوم او نورو فزيکي توکو بنديز لګېدلی دی.

ايران ګواښ کړی وو، چي که امريکا پر ايران بنديزونه همداسي دوامداره وساتي نو دوی به د يورانيمو په غني کولو لاس پوري کړي.

په ۲۰۱۵ کال کي د امريکا د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما او ايران ترمنځ داسي هوکړه ليک وسو چي له مخي به ئې ايران د يورانيمو د غني کولو لړۍ دروي او په مقابل کي به امريکا پر ايران لګول سوي بنديزونه نرموي.

خو له دغه تړون څخه اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ ووتی او دا ئې د امريکا په زيان وبلی.