کور / #PTM / په ږوب او کوټه کي د پي ټي ايم د فعالانو په ملاتړ ستر لاريونونه وسول

په ږوب او کوټه کي د پي ټي ايم د فعالانو په ملاتړ ستر لاريونونه وسول

تېره شپه په کوټه او لورلايي کي د پي ټي ايم لخوا رابلل سويو احتجاجي غونډو کي بې شمېره کسانو ګډون کړی وو.

دا احتجاجي غونډي د هغه لړۍ يوه برخه ده چي پي ټي ايم دخپلو غړو په ملاتړ راپيل کړې ده.

د پي ټي ايم پر فعالانو په دې وروستيو کي د پاکستاني رياست لخوا تشدد او غير قانوني توګه نيول زيات سوي دي.

څو ورځې مخکي د لورالایي سیمې سره تعلق لرونکي د پښتون ژغورنې غورځنګ مرستیال او د ارمان لوڼي د وژنې ګواه او مدعي قیوم اتمانخیل پاکستان امنيتي کسانو په غیر قانوني توګه پورته کړی وو، پوځي چاونۍ ته يې وړی او بې دریغه تشدد يې پرې کړی وو.

همدا راز څو ورځي وړاندي په چمن ښار کي هم ايف سي پوليسو پر بې وسلي ولسي وګړو ډزي کړې وې، چي وروسته دا پېښه د چمن د اوسېدونکو لخوا په کلکه وغندل سوه.

د چمن پېښي په تړاو دوې ورځي وړاندي همدلته يوه احتجاجي غونډه وسوه، چي د پي ټي ايم د مشر منظور پښتين لخوا د ټلفون پر کرښه وينا واورول سوه.

همدا راز تېره شپه احتجاجي لاريون چي د کوټي پريس کلب مخي ته سوی وو، د ټلفون له لاري د پي ټي ايم مشر ښاغلي  منظور پښتين  خپله وينا واورول.

په ږوب کي هم د پښتون ژغورني غورځنګ پر فعالانو د تشدد پر ضد يو ستر احتجاجي لاريون وسو.

پاکستانی رياست هڅه کوي چي د پي ټي ايم تحريک د ګواښونو او تشدد له مخي کمزوره کړي، خو د پي ټي ايم فعالان وايي ترهغو به د خپلو حقوقو ږغ اوچت ساتي تر څو چي خپل مرام ته رسېدلي نه وي.