کور / راپور / نن به ټاکل سوی پلاوی د ولسي جرګې د مشر په هکله خپله پرېکړه اعلان کړي

نن به ټاکل سوی پلاوی د ولسي جرګې د مشر په هکله خپله پرېکړه اعلان کړي

تمه ده نن به د ولسي جرګې د مشرتابه ټاکلو پر سر جوړ سوی کمېسون خپله پرېکړه اعلان کړي.

د ولسي جرګې د مشر ټاکلو لپاره دوې ورځي وړاندي ټاکني وسوې، چي د خوست ولايت استازی کمال ناصر اصولي او د پروان ولايت استازی مير رحمان رحماني ورته نوماندان وه.

د پالمان  د رئيس ټاکلو لپاره ۱۲۴ رايي پکار وې، خو ياد شمېر رايي يوه کانديد هم لاسته رانه وړې.

مير رحمان رحماني د ۱۲۳ رايو په ترلاسه کولو د جرګې د موقت مشر لخوا د پارلمان د رئيس په توګه وټاکل سو، چي دې کار د پارلمان د استازو غبرګونونه راوپارول او دده د رياست سره ئې مخالفت څرګند کړ.

ښځينه استازو د مير رحمان رحماني د رياست پر څوکۍ د کښېناستلو مخه ونيول، چي دې کار په پارلمان کي د استازو ترمنځ فزيکي شخړي ته لار هواره کړل.

تېره ورځ د يادي شخړي د هوارولو لپاره يو کمېسون و ټاکل سو، چي تمه ده نن به د مشرتابه په هکله خپله پرېکړه اعلان کړي.