کور / اقتصادي / د اقتصادي کړکېچ سره مخ پاکستان کي ورځ تر بلي د خوراکي توکو بيه مخ پر لوړه خېژي

د اقتصادي کړکېچ سره مخ پاکستان کي ورځ تر بلي د خوراکي توکو بيه مخ پر لوړه خېژي

په پاکستان کي اپوزيسون ګوندونو حکومت ته خبرداری ورکړی دی، چي د خوراکي او سوند توکو د بيو په کنټرولو کي دي هڅي وکړي، که نه وي نو پر وړاندي به ئې ستر لاريونونه راوباسي.

اپوزيسون پر داسي مهال دا خبرداری ورکړی دی، چي په پاکستان کي د تيلو، ګازو او خوراکي توکو بيې خورا لوړي ختلي دي.

همداراز د پاکستان بانکونو د سود کچه د پخوا په پرتله  دوه اعشاريه پنځه ويشت سلنه لوړه کړې ده. او کېدای سي د دولت لخوا نوي ټيکسونه وضع سي او په پخوانيو ټيکسونو کي اضافه توب راسي.

اپوژیسون ويلي، چي د حکومت دا طرحه به ونه مني، ځکه دا د هيواد اقتصادي وضعيت نه سي کنټرولولای.

د اپوزيسون يو مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزير شاهد خاقان عباسي وايي: “ګرانۍ ته په کتو سره بايد د يو کس لږ تر لږه مياشتنۍ تنخا شل زره روپۍ سي. په بجټ کي دې نوي ټکسونه نه لګول کېږي. پخواني ټيکسونه دې نه زياتېږي. که داسې وسي نو دې سره به ګراني نوره زياته سي.”

بل خوا د پاکستانۍ روپۍ ارزښت د ډالر پر وړاندي هم په تاريخي توګه لاندي رالوېدلی دی.

دا مهال يو  امريکايي ډالر په ۱۵۰ روپيو او ۵۰ پيسو پلورل کېږي.

پاکستان دا مهال د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او مجبوردی چي د پيسو د نړيوال صندوق څخه د شپږ مليارده ډالرو پور اخيستلو په هکله پارلمان ته توضيحات ورکړي. خو حکومت تراوسه د ولس څخه د پور اخيستلو شرائط پټ ساتلي دي.

پاکستان په نړيواله کچه د اقتصاد په ډګر کي هم په خړ ليست کي شامل دی او کېدای سي د ترهګرو سره د مالي ملاتړ له امله په تور ليست کي شامل کړل سي.