کور / د ماشومانو نړۍ / ماشومې پرښتې د حيا لوټلو او مرګ په مناسبت د خواشينۍ ځانګړی پيغام 

ماشومې پرښتې د حيا لوټلو او مرګ په مناسبت د خواشينۍ ځانګړی پيغام 

نېټه: ۲۰۱۹/۰۵/۲۱
لوی افغانستان تحريک/ مطبوعاتي څانګه
له هغې ورځې چې د لوی افغانستان جغرافيه په وجود نيمه شوې ده، له هماغه ورځې بیا تر ننه په لروبر کې د ناخوالو، وژنو شاهدان پاتې شوي يوو.
تر کله به زموږ په محکوم افغانستان کې زموږ پر حيا، ناموس او عزت ته د پنجابي تور لاسونه اوږديږي او د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه جرايم پورته ځي او موږ پر دې يقيني يوو، چې پنجاب د پې، ټې، ايم په وجود کې د خپلې جغرافيې د ماتېدو حقيقي تصوير ويني.
په جنوبي او شمالي وزیرستان سربېره چې هلته پنجابي فوځ او ترهګرو وحشتونه کړي دي، ټول خبر يوو، خو دا چې اوس زموږ ولس د خپل حالت د بدلون او پنجابي عذاب څخه د خلاصون غږ پورته کړی دی، نو پنجابي اسټبلشمنټ، استخباراتي او فوځي ادارې د پښتون افغان د وژلو او پر ناموس يې د داغ لګولو هڅې زياتې شوې دي.
وړوکي لس کلنه پرښته چې پنجابي پوځ له ځان سره وړې وه، ډله ييز جنسي تېری کړی او بیا يې په شهادت رسولې ده، پنجابي پوځ زموږ په مال، سر او ناموس باندې هيڅ لاس نه نيسي، بلکې زموږ د تيت او پرک کولو لپاره له هرې حربې کار اخلي.
پنجاب دې حقيقت ته رسېدلی دی، چې نور يې په محکومه خاوره د اشغال او استبداد لړۍ خاتمه مومي او پښتون افغان له سره ژوند پيلوي.
موږ ډېر درېدلي يوو، د زېبا مومند د عزت لوټلو په هڅه کې پنجابی پوځي مردار شو، د خیسورې د حیات خان او اوس بیا د وړه فرښته مومند باندې جنسي تېری او مرګ د دوی د وحشت ښکاره بېلګې دي.
دې ملت د يووالي اراده لري، د خپل پت، عزت او سر خونديتوب د پنجاب په بربادۍ او ورکه کې ګوري، پنجاب به د خپلو ټولو وحشتونو پور پرې کوي.
په درنښت
جميل وقار
د لوی افغانستان تحريک ریس