موقت حکومت، زهرجنې پایلې

د لراوبر اداره | مې 21st, 2019


موقت حکومت، زهرجنې پایلې / آقامحمد قریشي

نړۍ په تېرو څلورو لسیزو کې دومره بدلون کړی چې په تېرو درو پېړیو کې یې نه و کړی. نړۍ تر بل هر وخت ځواکمنه شوې، بډایه شوې او سره نږدې شوې. د خلکو په ژوند کې تر بل هر وخت ډېر مثبت بدلون راغلی. ۲۰۱۰ز کال کې څېړنو ښودله چې په نړۍ کې د معیاري ژوند لرونکو وګړیو شمېر (۲.۴ بیلیونه) وو، اټکل شوی چې تر ۲۰۲۵ز کال پورې به دا کچ (۴.۲ بیلیونو) ته جګ شي. نړۍ تر بل هر وخت سولیزه شوې، د انسانانو مرګ ژوبله هم تر بل هر وخت کمه شوې، خو د دریمې نړۍ کمځواکه هېوادونه لا هم له لوږي، بې عدالتیو او جګړو سره لاس او ګرېوان دي.

افغانستان هم د نړۍ ددغو بدبختو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې نه یواځي یې خلک له لوږي او بې برخلیکه جګړې سره لاس او ګریوان دي، بلکې اداري فساد او بې عدالتۍ هم پکې اوج ته رسېدلې. زموږ د ستونزو یو لوی اړخ کورنی دی. کمزوري دولتونه، فاسد چارواکي او ناسالم سیاستونه ددې سب شوي چې هېواد مو لا پرمختګ نه دی کړی او بې ثباتي اوج ته رسېدلې.

همدا دلایل دي چې لا هم پر بهرنیو مرستیو تکیه لرو. د ګوتو په شمېر سیاستوال د قوم، سمت، ګوند او نورو په نومونو افغان ملت ګروګان کړی. نه پرېږدي چې نظام ځواکمن شي، اقتصاد مو وده وکړي، هېواد مو پرمختګ وکړي، بچي مو تعلیم وکړي او په پایله کې د یوه با ثباته او پرمختللي هېواد څښتنان شو.

د ثبات او پرمختیا یو اساسي اصل د پخوانیو لاسته راوړنو، شتمنیو، ارزښتونو او معیارونو ساتل دي. د نړۍ د پرمختللو هېوادونو تجربې ښيي چې هغوی له هر بدلون سره پخواني بنسټونه ساتلې او ددې بنسټونو د ځواکمنتیا او ثبات لپاره یې اغېزناک کار کړی او د نوو پرمختګونو له لړۍ سره یې یو ځای روان کړي.

بدمرغي داده چې هېواد کې مو تل له هر انقلاب او بدلون سره هر څه له خاورو سره خاوري شوي، اساسي قانون له لسو ځلو ډېر له سره جوړ شوی، نظام مو په وار وار وران شوی او بیا مو د بهرنیانو د فقر په پیسو بیرته همدې حالت ته راپورته کړی. د ۱۹۹۰ز لسیزې شاهدان یو چې د دولت ټوله زېربنا مو ونړېدله، ټانکونه، الوتکې او نور نظامي وسایل مو ګوډاګیو سیاستوالو پر ګاونډیو هېوادونو وپلورل. لږ تر لږه مو له امریکا اخیستي سټینګر هم ونه ساتل، د کم امتیاز په بدل کې مو بیرته ورکړل.

دا نو د افغان ملت د بختۍ هغه روانه کېسه ده چې تر ننه لا هم دوام لري. ځیني سیاستوال د قانون او ولسواکۍ په نوم یو ځل بیا غواړي چې هېواد کې مو ۱۹۹۰ز لسیزه تکرار شي. هغوی د موقت حکومت د زهرجنو هڅو په ترڅ کې غواړي چې یو ځل بیا له خپلې ډلې یو په زور او یا هم د معاملې له لارې واک ته ورسوي. هغوی ددې زهرجنو هڅو بدې پایلې نه دې درک کړي، که یې درک کړي هم وي، نو به په لوی لاس غواړي چې د قدرت تشه رامینځ ته شي.

دا ډله سیاستوال دوه دلایل وړاندي کوي؛ لومړی دا چې د اوسني حکومت قانوني وخت پای ته رسېدلی، له ټاکنو پرته دې یو لنډمهالی حکومت رامینځ ته شي. دوهم دا چې اوسنی حکومت کمزوری دی، نشي کولای چې رڼې ټاکنې ترسره کړي.

که د اوسني حکومت وخت پای ته رسېدلی، سترې محکمې یې د ټاکنو له لارې د نوي حکومت د جوړېدو تر وخته دوام قانوني ګڼلی. که د اوسني حکومت د کار دوام غیر قانوني ګڼئ، نو موقت حکومت خو له دې هم غیر قانوني مسئله ده. که د حکومت د کمزورۍ خبره کېږي، چې نشي کولای ټاکنې ښه مدیریت کړي، نو د موقت حکومت د ځواکمنتیا، ښه مدیریت او د ټاکنو په ښه توګه د ترسره کېدو تضمین څوک کوي؟

دا هغه اندېښنې دي چې زما په څېر له هر افغان سره مل دي. زموږ مبارزه د اوسني حکومت، کوم ځانګړي ګوند او فرد په ملاتړ نه بلکې د افغانستان د برخلیک لپاره ده، ځکه نو، موږ پوهېږو چې له ټاکنو پرته د هر ډول معاملې او جوړښت پایله به د اوسني نظام تضعیف وي. موقت حکومت به دوه کلونه یواځي په خپلو کې د ونډو پر وېشلو ور ټول وي. داسي یو جوړښت چې د ونډو د وېش پر بنسټ رامینځ ته شي، هیڅکله نشي کولای چې د هېواد روانې چاري په ښه توګه مخ ته یوسي.

پورته دلایلو ته په کتو سره، لاندې ټکې د حل لارو په توګه وړانديز کوم؛

اول- د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان او د موقت حکومت ملاتړې سیاستوال دې د لنډمهالي حکومت د هڅو پر ځای د اوسني حکومت د پیاوړتیا او د ټاکنو د پروسې د ښه مدیریت او تنظیم په برخه کې قانوني همکاري وکړي، تر څو د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې په ښه توګه ترسره شي.

دوهم- موقت حکومت د حل لار نه ده، له حکومته بهره سیاستوال دې له حکومت سره په ګډه د تلپاتې سولې لپاره ګډې هڅې وکړي، تر څو یې ږغ او دریځ ارزښت پيدا کړي او په ترڅ کې یې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

دریېم- حکومت په یواځي ځان د ټاکنو روان بهیر نشي مدیریت کولای او نه هم بین الافغاني خبرو ته لاره هوارولای شي. اړتیا داده چې حکومت له ټولو ګټګوریو په ځانګړې توګه له سیاسي ګوندونو، سیاسي مخورو او خلکو سره په ګډه هغسي څنګه چې د سولې مشورتي لویې جرګې وړاندیزونه کړي، د سولې لپاره رښتینی کار وکړي، تر څو د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.

د لنډمهالي حکومت غوښتونکو سیاستوالو! که بیا هم تر ملي ګټو او د هېواد تر ښېګڼو خپلو شخصي او سیاسي ګټو ته ترجیح ورکوئ، نو هیڅکله به دا فقیر هېواد او خلک د نړۍ د پرمختګ، ثبات او سولې له روان کارون سره یو ځای نشي.

Copyright Larawbar 2007-2024