کور / #PTM / په اسلام اباد کي د فرشتې د قتل پر ضد لاريونونه روان دي

په اسلام اباد کي د فرشتې د قتل پر ضد لاريونونه روان دي

اسلام اباد کي د پښتني ماشومي فرشتې د قتل پر ضد پراخ لاريونونه روان دي.

معصومه فرشته  د مي  میاشتي پر ۱۵ په اسلام اباد کي لادرکه سوه، چي وروسته ئې مړی په يوه ځنګل کي وموندل سو.

د فرشتې پر بدن د تشدد علامې وې ، د بدن غړي ئې پرې کړل سوي وه او ويل کېږي چي پر هغې جنسي تېری هم سوی دی.

د فرشتې د قتل پر ضد د پښتون ژغورني غورځنګ لاريونونه راپيل کړل چي پر خواله رسنيو هم په پراخه کچه دا پېښه وغندل سوه.

محسن داوړ هم د فرشتې او د هغې د کورنۍ لپاره د عدالت غوښتني په خاطر په دغه احتجاج کي ګډون کړی وو.

ښاغلی داوړ وايي: “د فرشتې پلار یو غریب سړی دی، څو ځله پولیسو ته ورغلی خو پولیسو به پرې خپل کارونه کول او ورته یې ویل چي لور به دي د چا سره تښتیدلې وي. هغه ورته وویل ،چي فرښتنه یوه لس کلنه ماشومه ده، هغه به څنګه د چا سره تښتیدلې وي؟”

محسن داوړ وایي چې د فرښتې کورنۍ ته عدالت غواړي.

د مومند درې پښتنه ماشومه فرشته د مي مياشتي پر ۱۵ نېټه له کوره وتلې وه، بيا کور ته نه وه راغلې، چي پنځه ورځي وروسته ئې جسد په يو ځنګل کي وموندل سو.

د فرشتې ماشومي سره تشدد سوی او په ډېره بې رحمۍ وژل سوې ده.

د فرشتې پلار ګل نبي وايي، په کومه ورځ چي دا له کوره ووتل، وروسته دوی د پوليسو تاڼې ته  د رپورټ ليکلو لپاره ورغلل، خو پوليسو په دې هکله راپور نه درجوی.

هغه وويل،  دوي ته  بيا د باجوړ او مومندو څخه کسان د ملاتړ لپاره راغلل ، وروسته پوليس د دوي مقدمه درج کړې او بيا تېره شپه د هغې جسد د ځنګل څخه ترلاسه سوی دی.

ګل نبي وايي لس کلنې لور فرشتې ئې د قران مجيد حفظ کاوه او هغه ډېره په بې رحمۍوژل سوې ده.

د فرشتې د جسد موندلو وروسته د هغې د طبي معاينې راپور د اسلام اباد پولي کلينک ته لېږدلو سوی وو، خو داسي برېښي چي د فرشتې طبې معاينه نه کېږي.

د پي ټي ايم مشران هم دا وايي، چي د فرشتي په طبيعي معاينه کي سستي کېږي او په لوی لاس دغه راپور نه چمتو کېږي.

د پي ټي ايم يو مخکښ علي وزير او محسن داوړ د اسلام اباد پولي کلينک ته ورغلي  او هلته ئې د روغتون مخي ته احتجاج پيل کړی دی چي د فرشتې طبي معاينه دي وسي.

علي وزير او محسن داوړ ويلي، چي دا څنګه کېدای سي چي د يو حکومت په مرکزي سيمه کي دي يوه ماشومه پنځه ورځي لادرکه وي او وورسته دې مړی په يو ځنګل کي موندل کېږي او پوليس دي د هغې هيڅ راپور نه درج کوي.

داوړ د پولي کلېنک روغتون مخې ته احتجاج کوونکو ته په وېنا کي وويل په پاکستان کي چې د بل قوميت والا تن سره دغه رنګ عمل وسي نو په ټول پاکستان کې چغي ووهل سي ميډيا نارې وهي او د انصاف ادعاوې کيږي، خو که د پښتون سره په اسلام اباد کي ظلم کيږي نو رياست بیا پر هغه سترګې پټوي.

په ورته مهال د قبايلي ضلعي مومندو د عوامي نشنل ګوند مشر نثار مومند وويل، چي د فرشتې لپاره د انصاف ترلاسه کولو پوري به غلی نه کښېني.