کور / راپور / روسيې د افغانستان په شمالي کي د داعش جنګياليو د شتون ادعا کړې ده

روسيې د افغانستان په شمالي کي د داعش جنګياليو د شتون ادعا کړې ده

روسيه وايي، چي داعش وسلوالي ډلي د افغانستان په شمالي کي شاوخوا ۵۰۰۰ جنګيالي ځای پر ځای کړي دي او غواړي چي سيمه د نا امنۍ خواته ټېل وهي.

د روسيې د فدرالي امنيتي ادارې مشر الکساندر بورتنيکوف وايي، چي داعش د افغانستان په شمال کي خپل  هغه جنګيالي ځای پر ځای کړي دي، چي وړاندي په سوريه کي د دغه وسلوالي ډلي په ليکو کي جنګېدل.

نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ په تاجکستان کي وکړې.

د روسیې د تاس خبري اژانس د بورتنیکوف له خولې لیکلي”د داعش د خراسان څانګې دغو سیمو ته شاوخوا ۵۰۰۰ سره جنګیالي استولي. په دغو جنګیالیو کي یې ډېری  په سوریه کي د داعش په لیکو کې جنګېدلي.”

 نوموړی وايي دا جنګیالي د نشه يي توکو او انسانانو په ناقانونه قاچاق کي هم دخیل دي.

افغان چارواکو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندی ئې د جوزجان په ولايت کي ددغي ډلي پر ضد عمليات وکړل، چي تقريبا ټول جنګيالي ئې افغان ځواکونو ته تسليم سول.