کور / #PTM / خفيه ادارې غواړي اوس د ګواښونو له لاري د پي ټي ايم فعاليتونه ودروي

خفيه ادارې غواړي اوس د ګواښونو له لاري د پي ټي ايم فعاليتونه ودروي

پاکستان استخباراتو د علي وزير په ګډون د پي ټي ايم  نورو مشرانو ته د مرګ ګواښونه کړي دي.

تېره ورځ د وزيرستان د پوليسو يوه مشر علي وزير او نورو فعالانو ته يو خط لېږلی دی او ورته ويلي ئې دي چي د افغانستان له خوا دوی ته د مرګ ګواښونه کېږي.

پوليسو دا هم ورته ويلي دي، چي په ولسي غونډو کي دي له ګډون څخه ډډه وکړي، خپل فعاليتونه دي محدود کړي او د خپلو کورونو د ساتلو حفاظت دي وکړي.

خو دغه ګواښونو ته په کتلو علي وزير او نور فعالان وايي، چي دا د پاکستاني استخاباراتو او رياست ګواښونه دي او په دې سره غواړي چي پي ټي ايم له خپلو فعاليتونو څخه منع کړي.

د علي وزير په وينا، که ده يا ئې هم ملګرو ته کومه ستونزه پېښه سي، نو ذمه وار به ئې رياست او خفيه ادارې وي.

علي وزير وايي، ترهغو به د خپل قام او خپلي خاوري دفاع کوي، ترڅو چي ئې د خپلو پښتنو حقوق نه وي ترلاسه کړي.

د پاکستاني استخباراتو له لوري  د پي ټي ايم نورو مخکښو لکه مولوي قاضي طاهر، حیات پرېغال او شېرالله ته هم  ګواښونه سوي دي، چي د خپلو فعاليتونو څخه لاس په سر سي.

څو ورځي وړاندي د پي ټي ايم يوې بلي فعالي او مخکښي ثنا اعجاز ته هم د مرګ ګواښونه کېدل، چي وروسته د اولسي وګړو لخوا د هغې په ملاتړ پراخ لاريونونه ترسره سول.

پاکستاني استخبارات اوس د زور له لاري غواړي چي د پي ټي ايم د فعاليتونو مخه ونيسي، خو د ولسي وګړو پراخ ملاتړ به ددغه تحريک فعاليتونه نور هم ګړندي کړي.