کور / راپور / زلمي خليلزاد د طالبانو سره د خبرو په تړاو د امريکا کانګرس ته وينا کړې ده

زلمي خليلزاد د طالبانو سره د خبرو په تړاو د امريکا کانګرس ته وينا کړې ده

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د امريکا کانګرس ته د طالبانو سره د خبرو اترو په هکله وينا وکړه.

له کله چي د ډونلډ ټرمپ له لوري نوموړی د افغان سولي لپاره استازی ټاکل سوی دی، دا لومړی ځل  دی چي نوموړی په دې تړاو کانګرس ته وينا کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کي وويل، چي د طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کي يو لړ پرمختګونه سوي دي.

د خليلزاد د وينا اورېدلو وروسته  د امریکا د سنا د بهرنو چارو د کمیټې مشر جن رچ وویل چې باور لري خلیزاد پدې لړ کي پرمختګ کړی دی. هغه وویل: “اصلي خبره داده چي څومره پرمختګ سوی دی او کله به يوې قاطع پرېکړي ته رسېږو.”

زلمی خلیلزاد وایي چي   د طالبانو سره مو د خبرو په لمړي پړاو کي د افغانستان د سولې لپاره د چوکاټ د ټاکلو په برخه کي پرمختګ کړی دی.