کور / راپور / عطاء محمد نور: موږ د حکومت پر ضد لاريونونه کوو، افغان سرتېري دي د حکومت ننګه نه کوي

عطاء محمد نور: موږ د حکومت پر ضد لاريونونه کوو، افغان سرتېري دي د حکومت ننګه نه کوي

د جميعت ګوند اجرائيه رئيس عطامحمد نور ويلي، چي د جوزا د لومړۍ نېټې څخه افغان دولت مشروعيت نه لري او پر ضد ئې بايد لاريونونه ترسره سي.

نوموړي دا خبري د ويډيويي پېغام له لاري خپلو پلويانو ته کولې.

عطامحمد نور ويلي، چي د روژې مياشتي په تېرېدلو سره به لارو کوڅو ته راوځي او د حکومت پر ضد به لاريونونه کوي.

نوموړي له افغان ځواکونو څخه غوښتي دي، چي د افغان حکومت ننګه دي نه کوي.

تېره ورځ هم په کابل کي ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندانو د حکومت ضد يوه غونډه رابللې وه او ويل ئې چي د اشرف غني په مشرۍ حکومت نور مشروعيت نه لري، ځکه کاري موده ئې پای ته رسېدلې ده.

ددغه نوماندانو پلويانو تېره ورځ په کابل کي ګڼ سړکونه هم بند کړي وه، چي د ښاريانو ژوند ورسره ستونزمن سو.

د اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت کاري موده د جوزا تر لومړۍ نېټې پوري بشپړه سوه، خو ستري محکمې اعلان وکړ، چي د ولسمشريزو ټاکنو پوري دي ولسمشر اشرف غني په خپله څوکي کي پاتي سي.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي وو”د اساسي قانون د تفسیر یواځینۍ مرجع د افغانستان د اسلامي جمهوریت ستره محکمه ده. افراد، اشخاص او بنسټونه په خپله خوښه قانون نه سي تفسیرولی. همدغه راز د افغانستان د انتخاباتو د قانون د ۱۰۴ مادې شپږمه فقره د انتخاباتي چارواکو په اړه صراحت لري. “

د عطا محمد نور په ګډون د دولت مخالف اپوزيسون هڅه کوي چي يو موقت حکومت رامنځ ته کړي.