کور / تازه خبرونه / د غزني پوليسو د يوه ستر تروريستي بريد مخنيوی وکړ

د غزني پوليسو د يوه ستر تروريستي بريد مخنيوی وکړ

نن ماسپښين په ۰۱:۳۰ طالبانو غوښتل چې له چاودېدونکو توکو ډک یو هاموې موټر د غزني ښار مرکز ته دننه کړي او چاودنه ورکړي چي له نېکه مرغه د غزني ښار د څلورمې حوزې پولیسو موټر پېژندلی او مخه یې نیولې، چې په ترڅ کې یې څلور ځانمرګي بریدګر وژلي او موټر یې په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
د کورنيو چارو وزارت وايي متاسفانه دوه تنه هغه بیدار پولیس هم شهیدان شوي چې په پلټنځای کې د دې موټر خنډ ګرځېدلي وو او د دې لوی جنایت مخه یې ونیوله.
پېښه کې یو تن ماشوم هم شهید شوی او پنځه تنه نور ملکي خلک ټپیان دي.

خو طالبان وايي بريد يې د ځانکړي قطعې پر مرکز کړی چي مرکز ويجاړ او درنه مرګ ژوبله يې اړوې ده.
د پېښي ځای په تصويرونو کي مرکز نه ښکاري.
#غزني