کور / تازه خبرونه / دولت: کاريزونه په مالي سرچينو اړوو

دولت: کاريزونه په مالي سرچينو اړوو

د کاریزونو د ملي پروګرام لپاره د مالي منابعو د جلب په موخه تدابیري غونډه جوړه سوه.
د کرني او پرمختیا په چارو کي د جمهور رئیس ستر سلاکار، ښاغلي عبدالحمید هلمندي د کاریزونو لپاره د حکومت او نړیوالو ادارو د توجه را اړولو د هڅو په لړ کي، د اړوند وزارتونو له لوړ رتبه چارواکو سره تدابیري ناسته وکړه.


په دې غونډه کي پر لاندي موضوعاتو په تفصیل بحث او موافقې وسوې:
۱- د وزارتونو محترمو چارواکو تفاهم وکړ چي د هغو کاریزونو و بیارغوني ته به لومړیتوب ورکوي چي کرنیزه مځکه تر لاندي وي ترڅو کاریزونه د عاید په سرچینو واوړي. په دې اړه د انرژي او اوبو وزارت محترم معین صاحب، انجنیر خان محمد تکل ژمنه وکړه چي هغو کوچنیو بندونو جوړولو ته به اولیت ورکوي چي کاریزونو ته څیرمه واقع وي ترڅو په مرسته ئې زراعت ته لار هواره او د بزګرانو لپاره د معیشت سبب وګرځي.
۲- د کاریزونو د پروګرام د موثریت او اقتصادیت په هدف باید په نوي رغېدونکو کاریزونو کي د هغه نباتاتو او محصولاتو و کرني ته لومړیتوب ورکړه سي چي لوړ عاید لري؛ لکه پسته، انځر، زیره، زعفران، رومیان، جوار، ګل ګلاب، خوږولې، هنګ، پټاټې او داسي نور. د یادوني وړ ده چي نن سبا په وطن کي د کاریزونو له اوبو څخه د غنمو او نورو ارزان بیه محصولاتو د کرني لپاره ګټه اخیستل کیږي چي دې کار د کاریزونو مفیدیت راکم کړی او نړیوال مرستندویان ئې د کاریزونو له بیارغوني سره بې علاقې کړي دي.
۳- د کاریزونو په پخولو کي له داسي طریقو کار واخلو چي د کاریزونو د بیارغوني عمومي مصرف راکم کړي. په دې اړه د کرني، مالدارۍ او ابیارۍ وزارت محترم معین صاحب، انجنیر حشمت الله غفوري دا وړاندیز د ګډونوالو د تایید وړ وګرځېد چي د کاریزونو په پخولو کي له جیوټکسټایل میتود څخه ګټه واخیستل سي ترڅو د کاریزونو د ویالو پخول ارزانه پرېوزي. ګډونوالو پر دې توافق وکړ چي د سمنټو له کاروني به تر اخیري حده پرهېز کوي.
۴- کاریزونه باید د نورو محلي صنعتونو لکه د چرګانو روزنه، د ماهیانو روزنه او شنو خونو د تقویې لپاره هم وکارول سي ترڅو کلیوالو هیوادوالو ته د زراعت ترڅنګ، د عاید نور منابع هم رامنځته سي.
۵- د کاریزونو لپاره یو معیاري او د اقتصادي پلوه ګټور فارمینګ سسټم جوړ کړه سي ترڅو کروندګر تشویق سي چي د کاریزونو پر بیارغونه خصوصي پانګه مصرف کړي. په دې برخه کي به مشاوریت داسي یو سسټم معرفي کړي چي کروندګرو ته ئې تطبیق اسانه او عاید زېږوونکی وي.
۶- د کاریزونو د بیارغوني او څېړني پر معیارونو باندي بیاکتنه وسي. په دې اړه د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت د پروګرامونو محترم معین صاحب محمد عیسی قدرت ژمنه وکړه چي همکاران به ئې دا معیارونه داسي جوړوي چي د کاریزونو پر تولیدیت باندي متمرکز وي.
۷- د کاریزونو داسي نمایشي ماډلونه جوړ کړه سي چي د هیواد د بېلابېلو برخو زمیندارانو او کروندګرو ته د دلچسپۍ او زدکړي د مرکزونو حیثیت ولري. په دې برخه کي د کمال خان د بند له تجربې ګټه واخیستل سي.
د ولسمشر ستر سلاکار، ښاغلي هلمندي له چارواکو وغوښته چي د کاریزونو بیارغوني ته لومړیتوب ورکړي ځکه کاریزونه د دې سبب ګرځي چي ځوانان په کلیو کي د عاید څښتنان سي او د بېکارۍ کچه راکښته سي. هغه تاکید وکړ چي د دې کوښښونو هدف دا دئ چي نړیوال مرستندویان د کاریز په اقتصادي اهمیت پوه او پر مرستي کولو باندي قانع سي.
۲۹، ثور، ۱۳۹۸
کابل.