کور / #PTM / د فرشتې د قتل په پېښه کي تورن درې کسان نيول سوي او پر پوليسو هم مقدمه درج سوې ده

د فرشتې د قتل په پېښه کي تورن درې کسان نيول سوي او پر پوليسو هم مقدمه درج سوې ده

ويل کېږي چي په اسلام اباد کي د پښتنې ماشومي فرشتې په قتل تورن درې کسان نيول سوي دي او دا مهال ورڅخه پوښتني ګروېږني رواني دي.

د فرشتې په وژنه تورن درې کسان نن محکمې ته وړاندي کړل سوه، خو د نورو تحقيقاتو لپاره پوليسو ته سپارل سوي دي.

همداراز ويل کېږي چي د شهزاد ټاون د پوليسو پر مشر او ورسره نورو پوليسو باندي د وظيفوي غفلت راپور هم درج سوی دی.

دا هرڅه وروسته له هغه وسوه، چي د پښتون ژغورني غورځنګ د پرشتې د قتل پر ضد لاريونونه پيل کړل او هغې ته ئې د انصاف ورکولو غوښتنه وکړل.

د مومند درې پښتنه ماشومه فرشته د مي مياشتي پر ۱۵ نېټه له کوره وتلې وه، بيا کور ته نه وه راغلې، چي پنځه ورځي وروسته ئې جسد په يو ځنګل کي وموندل سو.

د فرشتې ماشومي سره تشدد سوی او په ډېره بې رحمۍ وژل سوې ده.

د فرشتې پلار ګل نبي وايي، په کومه ورځ چي دا له کوره ووتل، وروسته دوی د پوليسو تاڼې ته  د رپورټ ليکلو لپاره ورغلل، خو پوليسو په دې هکله راپور نه درجوی.

هغه وويل،  دوي ته  بيا د باجوړ او مومندو څخه کسان د ملاتړ لپاره راغلل ، وروسته پوليس د دوي مقدمه درج کړې او بيا تېره شپه د هغې جسد د ځنګل څخه ترلاسه سوی دی.

ګل نبي وايي لس کلنې لور فرشتې ئې د قران مجيد حفظ کاوه او هغه ډېره په بې رحمۍوژل سوې ده.

د فرشتې د جسد موندلو وروسته د هغې د طبي معاينې راپور د اسلام اباد پولي کلينک ته لېږدلو سوی وو، خو داسي برېښي چي د فرشتې طبې معاينه نه کېږي.

د پي ټي ايم مشران هم دا وايي، چي د فرشتي په طبيعي معاينه کي سستي کېږي او په لوی لاس دغه راپور نه چمتو کېږي.

د پي ټي ايم يو مخکښ علي وزير او محسن داوړ د اسلام اباد پولي کلينک ته ورغلي  او هلته ئې د روغتون مخي ته احتجاج پيل کړی دی چي د فرشتې طبي معاينه دي وسي.

علي وزير او محسن داوړ ويلي، چي دا څنګه کېدای سي چي د يو حکومت په مرکزي سيمه کي دي يوه ماشومه پنځه ورځي لادرکه وي او وورسته دې مړی په يو ځنګل کي موندل کېږي او پوليس دي د هغې هيڅ راپور نه درج کوي.

داوړ د پولي کلېنک روغتون مخې ته احتجاج کوونکو ته په وېنا کي وويل په پاکستان کي چې د بل قوميت والا تن سره دغه رنګ عمل وسي نو په ټول پاکستان کې چغي ووهل سي ميډيا نارې وهي او د انصاف ادعاوې کيږي، خو که د پښتون سره په اسلام اباد کي ظلم کيږي نو رياست بیا پر هغه سترګې پټوي.

په ورته مهال د قبايلي ضلعي مومندو د عوامي نشنل ګوند مشر نثار مومند وويل، چي د فرشتې لپاره د انصاف ترلاسه کولو پوري به غلی نه کښېني.