کور / راپور / د کندهار ولايت مقام د کتاب لوستلو د ملي حرکت سره سلګونه کتابونه مرسته وکړه

د کندهار ولايت مقام د کتاب لوستلو د ملي حرکت سره سلګونه کتابونه مرسته وکړه

د چهارشنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د کتاب ټولولو د ملي حرکت له غړو سره د ۵۰۰ ټوکه کتابونو مرسته وکړه، چي پرمهال يې د ځوانانو چارو آمر، او يو شمېر نورو ځوانانو ګډون کړی وو.

د يادو کتابونو د ورکړي پرمهال د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب وويل، چي د دغه کړني څخه يې موخه د کتاب لوستلو فرهنګ ته وده ورکول دي، څو په دغه برخه کي ځوانان لا هم د کتاب لوستلو ته وهڅول سي.

ښاغلي منيب وويل، مطالعه کول د انسان ذهن ته پراختيا ورکوي او له يادو غړو څخه يې غوښتنه وکړه، چي لا هم بايد دغه برخي ته پراختيا ورکړي، نوموړي د دغه برخي د بډايني لپاره د ياد حرکت غړو ته د لا نورو همکاريو ډاډ هم ورکړ.

په ورته وخت کي د ياد حرکت غړو د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب د ياد اقدام ستاينه او قدردانی وکړ او زياته يې کړه، چي دغه ورسپارل سوي کتابونه به په بېلابېلو ځايونو کي د مطالعې د فرهنګ د عامولو په موخه ايږدي.