کور / سياسي / د ملي یووالي حکومت تر نوم لیکنې پورې

د ملي یووالي حکومت تر نوم لیکنې پورې

ليکنه:سردار محمد همدرد

د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته چې کله د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا په مشرۍ کوم حکومت را منځ ته سو او مشري یې حامد کرزي کوله، دې دورې مثبت او منفي اړخونه درلودل. خو لویه ستونزه چې ولس سر ورڅخه ټکاوه، هغه پراخ اداري فساد او د جنګ سالارانو حاکمیت و.

زه دلته د بهرنیانو پر غلطیو بحث نه کوم. د هغوی نیمګړتیاوې او غلطۍ هم نه ردوم. زه غواړم چې دلته افغان شموله بحث وکړم او دا بحث به دلته د یوه افغان په توګه عادلانه، منطقي او د وطن د ملي ګټو پر اساس وي.

په تېرو ټاکنو کې ډېری کاندیدان ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېدل. ډېری کاندیدان داسې وو چې هم یې ګوند، هم زر او هم زور درلود؛ خو ولس د دې ټولو کاندیدانو په پرتله ډاکټر اشرف غني ته رایه ورکړه، ځکه چې ډاکټر اشرف غني له فساد سره په ډاګه د مبارزې او اصلاحاتو خبره کوله. دلته د یوې خبرې یادونه ډېره اړینه ده. هغه د ګډ حکومت او اجرایه ریاست را منځ ته کول وو. په دې کې هېڅ شک نشته چې د واک پر وېش د حکومت تقسیمول زیانونه لري؛ خو د اجرایه ریاست پړه زه په ډاکټر عبدالله نه اچوم، ځکه که چېرې ولسمشر محمد اشرف غني موافقه نه وئ کړې، اجرایه ریاست نه را منځ ته کېده. تر دې مخکې د ښاغلي حامد کرزي په وخت کې هم همداسې ستونزه را منځ ته سوه او هغه ونه منله.

اوس غواړم د ملي یووالي حکومت په روانه دوره یو څه بحث وکړم. که رښتیا و وایو، ولسمشر ته چې کومې هیلې وې، هغه یوازې ارمانونه پاتې سول. زه نقد نه کوم، ما په خپلو نورو مقالو کې هم د موجوده حکومت په محاکمو او څارنوالیو کې د پخوا په پرتله د مثبت بدلون خبره کړې ده؛ خو مونږ چې څنګه فکر کاوه چې د فساد په وړاندې به رښتینې اراده وي، هغه ونه لیدل سوه. زه یو مثال راوړم:

ما د یو ځوان په توګه شاو خوا اووه کاله په مدني ټولنه کې د فساد پر ضد او ښې حکومتولۍ لپاره مبارزه کړې وه. زه د ملي یووالي حکومت کې د هلمند ولایت مرستیال وټاکل سوم. ما د اصلاحاتو لړۍ را پیل کړه. اوږد بحث نه کوم. په هلمند کې مې د اجتماعي عدالت او ښې حکومتولۍ لپاره هڅه کوله. د ماموریت په جریان کې مې دولتي ځمکه له غاصبینو څخه خلاصه کړه او د کرېکټ لوبغالی مې افتتاح کړ. دا ځمکه ډېره واضیح او ټول هلمند ته معلومه وه او د محاکمو حکم موجود و. حکومت د دې پر ځای چې زما ملاتړ یې کړی وئ، زه یې د همدغه غاصبینو په خوله له هلمند څخه نیمروز ته تبدیل کړم. ماته ټول افغانستان د خپل کور حیثیت لري. هلته مې هم په یوه ځانګړي احساس کار را پیل کړ او د اداري فساد یادونه مې وکړه. په ګمرک، ټرانسپورټ او کمیسارۍ کې ډېر علني فساد روان و. په دې فساد کې والي او نور لوړ پوړي چارواکي او په مرکز کې ولسمشر ته ډېرې نږدې کړۍ ښکېل وې.

ما چې دا ځنځیري فساد ولید او داسې نه چې د دې فساد په اړه مې تر ولسمشر پورې څه نه وي رسولي، د ولسمشر له چاپېره ټیم څخه مې یوازې همدا اورېدل چې ګذاره وکړه. زه چې کله نیمروز ته تلم، ډېریو کسانو به راته په ټیلفون کې ویل چې عجبه د پیسو مرکز ته لاړې. ماته به دا خبرې ‌ډېر د تعجب وړ وې. اوس دومره بې باوره سوی یم، هر څوک چې د وطن او ملي ګټو خبرې وکړي، ماته درواغ ښکاري. زه ولسمشر ته وایم، هغه دعوه چې تا کړې وه چې اصلاحات به راولم او فساد به له منځه وړم، په دغه ټیم او خلکو باندې ناشونې ده. ستا سره ولس ډېر اخلاص درلود، مګر اوس ستا او د ولس تر منځ لویه فاصله پیدا سوې ده.

زه یوه بېلګه وایم.

د نوي ښار پارک کې یوه معیوب او د نظامي لیکو سرتېري شاوخوا دوه کاله کېږي چې په دې خاطر یې خېمه وهلې ده چې یو زور واکی یې کور ورته نه تخلیه کوي او د محاکمو حکم نه تطبیق کېږي. بله خېمه بیا معیوبینو او معلولینو له دوه میاشتو راهیسې د خپلو حقوقو په خاطر وهلې ده. یوه اونۍ کېږي، یو بل مدني فعال او ملي مبارز چې ټول وخت یې د ولسمشر په دفاع او د حکومت او امنیتي ځواکونو په دفاع کې قربانۍ ورکړې دي، مطیع الله مطیع دی او شعار یې همدا دی چې ولمسشره تا چې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ خبره کړې وه، ولې زمونږ اواز تر تا نه رسېږي؟

دا هغه څه وو چې ما یې یواځې بېلګې وړاندې کړې. ولس خو هم دا قضاوت کوي چې زور واکي ونیول سول او بېرته ایله سول. مظلوم ولس اوس هم له بې عدالتیو څخه ځورېږي. مونږ که یو څه په حقیقتونو بحث ونه کړو، پایلې ته نه رسېږو. اوس هم په ډېر بد حالت کې یو. بې روزګاري اوج ته رسېدلې ده، جګړه را باندې حاکمه ده.

په دې وروستیو کې چې د سولې کومې خبرې پیل سوې دي، یو څه هیلې را پیدا سوې دي؛ خو د سولې لپاره هم د حکومت اراده ګونګه ده. که حکومت دا وايي چې زمونږ سوله بین الافغاني نه ده او د سولې په نامه معامله کېږي، دا موضوع دې واضیح له ولس سره شریکه کړي. د افغانستان ولس هم دا فیصله کړې ده چې نوره ناروا جګړه پر ځان نه سي منلی. د حکومت له لوري د سولې په وړاندې د هر ډول خنډونو جوړول د ولسمشر مسوولیت دی.

زه پر اوسنیو ټاکنیزو ټیمونو لږ بحث کوم. دا ټیمونه ولس ته دا تضمین نه سي ورکولای چې د فساد رېښې به باسو او د ښې حکومتولۍ لپاره به زمینه برابره کړو. ځکه چې ټول جوړښتونه په راکړې ورکړې را منځ ته سوي دي. بس د قدرت وېش دی. هر څوک نامي دی چې ډېرې څوکۍ واخلي. وطن، ملي ګټې او ارزښتونه والله که په یوه ټیم کې لا لیدل کېږي. زه دا نه وایم چې قومي او تنظیمي وېش دې نه کېږي؛ خو دا وېش دې د وړتیا او وطن دوستۍ په اساس وسي.

هر څوک غواړي چې واک ته د رسېدو لپاره هره معامله وکړي. اجرایه ریاست هم جوړوي. صدارت هم جوړوي او د معاونینو شمېر هم زیاتوي. بس غواړي چې څنګه په دې مظلوم ملت معامله وکړي. زه ټولو کاندیدانو ته احترام لرم؛ خو د یوه افغان په توګه ځان ته دا حق هم ورکوم چې سالم نقد هم وکړم.

ولس ته مې مشوره دا ده چې د هېواد برخلیک مو په ډېر بد حالت کې دی، یواځې ښې ټاکنې او ښه ټاکنه مونږ خپلو هیلو ته رسولی سي. په موجوده ټیمونو تر اوسه پورې هم ولس د زړه له کومي باور نه لري. هغه د بد او بدتر خبره ده. زمونږ لپاره تر ټولو لویه ننګونه پراخ اداري فساد او د قانون نه حاکمیت دی. قانون یوازې پر غریب تطبیق کېږي.

زه د هېواد پر مشرانو ژغ کوم. په دې اساس وخت کې له قدرت طلبۍ نه تېر سئ او وطن وژغورئ. وطن ژغورنه په ملي احساس او تقوا کېږي. تاسو به تر څو پورې یواځې د سټېج په شعارونو دا ولس غولوئ؟ هرڅوک پوهېږي چې څوک جېب ډکوي او څوک وطن جوړونه کوي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته هم دا وایم چې له ملت سره داسې وعدې وکړئ چې په وس مو پوره وي او اوسني ولسمشر ته هم همدا وایم.